چين: د روسیې له لوري د طالبانو د په رسميت پيژندلو هرکلی کوو
۱۴۰۴ تیر ۱۳, جمعهد چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ، د روسیې له لوري د طالبانو د په رسميت پيژندلو په اړه وويل: «د افغانستان د يوه دودیز ملګري ګاونډي په توګه چين تل په دې باور دی چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې څخه منزوي نه شي.»
طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د لوېديځ له ملاتړه د برخمن حکومت تر سقوط وروسته په دويم ځل واک ته ورسېدل او له هغه وخت راهېسې یې د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو له پاره هلې ځلې کولې.
اړونده موضوع: د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په خاطر پر روسيې باندي نيوکې
خو د بشري حقونو د پراخو سرغړونو او د ښځو د حقونو او آزادیو د محدودیتونو او پر هغوی باندې د بندیزونو د اوږد لیست له امله په نړيوال کچه تر انتقادونو لاندې دي.
طالبان په داسې حال کې له نړيوالو سره اړيکو او د نړيوالو پانګوونو ته سترګې په لار دي چې دغه هېواد د لسیزو له جګړو وروسته چې له شوروي اتحاد سره جګړه هم پکې شامله ده، بيرته په پخپلو پښو د درېدو هڅه کوي.
چين په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی، خو په پیکنګ کې د طالبانو د سفير کوربتوب کوي.
چين وايي چې د طالبانو حکومت د بشپړ مشروعيت د ترلاسه کولو په موخه د سياسي اصلاحاتو معرفي کولو، امنيتي وضعيت بهتره کولو او له ګاونډيانو سره د اړيکو ښه کولو ته اړتيا لري.
اړونده موضوع: روسيې افغان طالبان د ترهګرو ډلو له ليسته حذف کړل
خو ماو نینګ، د جمعې په ورځ وويل: «هیڅ فرق نه کوي چې په افغانستان کې دننه او دباندنې وضعيت څنګه تغير کوي، د چين او افغانستان ديپلوماتيکو اړيکو کې هیڅکله خنډ نه دی رامنځته شوی.»
نوموړې وويل: «د دواړو هېودونو دیپلوماتيکي بنسټونو د يو بل په هېوادونو کې خپل نورمال فعاليت جاري ساتلی او د دواړو هېوادونو اړيکو ته په وده ورکولو کې یې مثبت نقش لوبولی دی.»