چین او روسیې ګډې پوځي مانورې پیل کړې
۱۴۰۴ مرداد ۱۲, یکشنبهد چین او روسیې دغه پوځي مانورې د یکشنبې (د اګست ۳ نیټه) په ورځ پیل شوې. د اقتصادي او سیاسي اړیکو ترڅنګ، مسکو او بیجینګ په دې وروستیو کلونو کې په نظامي برخه کې خپلې همکارۍ تقویه کړي دي.
د دوی اړیکې د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د برید له وخت راهیسې لا زیات پياوړې شوې دي.
د چین د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې ولادي وستوک بندر ته نږدې اوبو کې د «۲۰۲۵- ګډ سمندري» مانورې پيل شوي او درې ورځې به دوام وکړي.
دغه وزارت اعلان کړی دی چې څلور چینایي کښتۍ د هغو له جملې څخه د توغندیو ضد شائو شینګ او اورومچي بیړۍ د روسي بیړیو تر څنګ کې په دې پوځي مانورو کې ګډون لري. له دې مانورو وروسته به دواړه هیوادونه د ارام سمندر اړوندو اوبو کې سمندري ګزمې ترسره کړي.
د څو کلونو راهیسې چین او روسیه هر کال ګډ پوځي مانورې ترسره کوي او ګډ سمندري مانورې بیا له ۲۰۱۲م کال راهیسې پیل شوي دي.
د چین د دفاع وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال مانورې د «د جامع ستراتیژیک مشارکت د پراخوالي» په موخه ترسره کیږي.
چین هیڅ کله هم په اوکراین کې د روسیې تر درو کلونو د ډیرې مودې راهیسې روانه جګړه نه ده غندلې او نه یې هم له دې هیواد څخه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه یې کړې ده.
د اوکراین ډیر شمیر متحدین د هغو له جملې څخه امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې بیجینګ د مسکو ملاتړ کړی دی.
چین ټينګار کوي چې بې طرفه دی او په پرله پسې ډول د جګړې د بندیدو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې لویدیځ هیوادونه بیا د اوکراین په وسلو سمبالولو په دلیل د جګړې په غځولو تورنوي.