اولاف شولڅ او فريدرش میرڅ هم خپله رايه وکاروله
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبهبرحاله صدراعظم اولاف شولڅ، چې د منځني کيڼ اړخه سوسيال ديموکرات ګوند (اس پي ډي) سره تړاو لري، د يکشنبې په ورځ د براندنبورګ په پوتسدم کې رايه ورکړه.
۶۶ کلن اولاف شولڅ، له ۲۰۲۱م کال راهېسې د آلمان د زرغون ګوند او لیبرال ګوند (اف ډي پي) سره د يوه ائتلاف مشري کوله خو دغه ائتلاف د اختلافاتو ښکار شو او په تېر نوامبر میاشت کې سره تر هغه وروسته وپاشل شو چې شولڅ، د اقتصادي اصلاحاتو په اړه د اختلافاتو له کبله خپل د مالیې وزير له دندې ګوښه کړ.
شولڅ، په هغه ويډيو کې چې تر رايې ورکولو څو شيبې مخکې په ټولنیزو رسنيو کې نشر شوه، ويلي: «ولاړ شې او په ټاکنیزه غرفه کې پريکړه وکړئ.»
فرېدرش میرڅ په آرنسبیرګ کې خپله رايه وکاروله
د آلمان د محافظه پالو مسيحي ديموکرات (سي ډي يو) او مسيحي سوسيال (سي اس يو) ګوندونو ګډ کانديد فريدرش مېرڅ، د يکشنبې په ورځ د آلمان د لوېدیځ ایالت نوردراين ويسفالن چې د آلمان تر ټولو بانفوسه ايالت دی، په آرنسبيرګ کې تر هغه يو څه دقیقي وروسته خپل رايه وکاروله چې اصلي سيال یې صدراعظم اولاف شولڅ، په پوتسدم کې رایه ورکړه.
ميرڅ، د ټاکنیز مرکز دباندې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل: «هر څه به ښه شي.»
۶۹ کلن فریدرش میرڅ، په ۲۰۲۱م کال کې تر هغه وروسته د خپل مسيحي ديموکرات ګوند مشر شو چې پخوانۍ صدراعظمه انګلا میرکل، له اوږدې مودې وروسته له دغه دنده ګوښه شوه. په دې ټاکنیزه مبارزه کې د غير منظم يا غير اصولي مهاجرت راکمول د نوموړي اصلي موضوع وه.