په غزې تړانګه کې اوربند پيل شوی دی
۱۴۰۳ دی ۳۰, یکشنبهوروسته له څو میاشتو کوښښونو څخه بالاخره تیره ورځ د اسرائیل کابینې په غزې تړانګه کې له اوربند سره موافقه وکړه او ټاکل شوې وه چې د دې اوربند عملي کیدل د یکشبنې (د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۱۹ نیټه) په ورځ د المان په وخت د سهار په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو پيل شي.
خو اسرائیل ته د حماس له خوا د خوشې کیدونکو یرغمل شوو د لیست نه رسیدو له کبله، دغه اوربند د المان په وخت په ۱۰ بجو او ۱۵ دقیقو، یعنې له ټاکل شوي وخت څخه دری ساعته وروسته نافذ شو. اسرائیل حماس ډله د دې ځنډ مسئول بولي.
په دې اوربند کې چې ټاکل شوې ده په درو پړاونو کې به عملي شي، له حماس ترهګرې ډلې سره د یرغمل شوو اسرائیلي اتباعو خوشې کول او په بدل کې یې په اسرائیل کې د لسګونو فلسطیني بندیانو ازادول په پام کې نیول شوي دي.
مخکې تر دې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی و چې په غزې کې به تر هغه وخته پورې اوربند نه پيلیږي، څو حماس ډلې د هغو یرغمل شوو کسانو لیست نه وي خپور کړی چې ټاکل شوې ده په لومړي پړاو کې به خوشی کیږي.
د نتانیاهو دفتر ویلي وو: «لومړي وزیر اسرائیلي پوځ ته امر کړی دی هغه اوربند چې ټاکل شوې ده د سیمه ایز وخت مطابق د سهار په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو عملي شي، نه پيلیږي؛ تر هغې چې اسرائیل د یرغمل شوو کسانو لیست چې حماس یې د وړاندې کولو ژمنه کړې، نه وي ترلاسه کړې.»
حماس د دې اعلامیې په غبرګون کې، د یرغمل شوو د نومونو په خپرولو کې د ځنډ دلیل تخنیکي ستونزه بللې ده. په ورته وخت کې دغې ډلې د تیرې اونۍ اوربند موافقې ته خپله ژمنتیا هم تکرار کړې ده.
د حماس ډله د امریکا متحده ایالاتو، المان، اروپایي اتحادیې او د نړۍ د یوه شمیر نورو هیوادونو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه درجه بندې شوې ده.
د اوربند د موافقتنامې په اساس چې د تیرې چهارشنبې (د جنورۍ ۱۵ نیټه) په ورځ شوې ده وړاندوینه کیږي چې حماس به د دغه شپږ اونیز اوربند په ترڅ کې په مجموع کې ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي خوشې کړي. د دې په بدل کې اسرائیل د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.
د اسرائیل د عدلیې وزارت تیره ورځ د ۹۵ فلسطیني بندیانو لیست خپور کړ چې اکثره په کې ښځې دي. ټاکل شوې ده چې دغه بندیان به په لومړي پړاو کې د یرغمل شوو له خوشې کیدو سره هم مهاله خوشې کړای شي.