طالبان له هوايي حريمه په میاشت کې په میلیونو عايد ترلاسه کوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعهد افغانستان هوايي حريم د طالبانو د حکومت له پاره د عايد پر يوه نوې سرچينه اوښتي دي. د ایران او اسرائيل ترمنځ د روان میلادي کال په جون میاشت کې پر يو بل د بريدونو له وجې د منځني ختیځ هوايي لارې بنديدو له کبله نړيوالو هوايي شرکتونو د افغانستان د هوايي لارې په کارولو پېل وکړ.
د افغانستان له هوايي حدودو څخه په تیرېدو له هر پرواز څخه ۷۰۰ ډالر فيس اخیستل کيږي چې له کبله یې د طالبانو اداره د میاشتې په میليونونو عايد ترلاسه کوي.
پس منظر او ارقام
د فضايي پروازونو د څار د «سايت فلايت راډار ۲۴» په نامه انترنت پاڼې په حواله په می میاشت کې د افغانستان له هوايي حددودو څخه هره ورځ په اوسط ډول ۵۰ پروازونه تېريدل. خو په جون میاشت کې د ایران او اسرائيل پر يو بل باندې د ۱۲ ورځو تر بريدونو وروسته دا شمیر په ورځ کې ۲۸۰ پروازونو ته ورسېده.
دمګړۍ هره ورځ تر ۲۰۰ ډېر پروازونه د افغانستان دپاسه تیريږي. په دې ترتيب د طالبانو حکومت هره میاشت تقریباً ۴،۲ میليونه ډالر ترلاسه کوي.
اړونده موضوع: د اسرائیل او ایران شخړه د افغانستان پر وضعيت څه اغیزې لرلی شي؟
که څه هم چې طالب چارواکو د دې عاید د حجم يا لارې چارې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو د نړيوالو کارپوهانو په حواله دا د طالبانو له پاره چې د بندیزونو او شتمنيو د کنګل کيدو له کبله له شديدو مالي ستونزو سره مخامخ دي، ډېره ښه مالي تکيه ده.
افغانستان دمګړۍ له شديد اقتصادی او بشري بحران سره لاس او ګريوان دی. د ملګرو ملتونو په دغه د هېواد ۸۵ سلنه نفوس په ورځ تر يوه ډالر څخه هم په لږ عايد ژوند تیروي. په داسې يوه وضعيت کې له نړيوالو پروازونو ترلاسه کيدونکې پېسې که څه هم چې ډېر ستره سرمايه نه ده خو د طالبانو له پاره یې اهميت ډېر زيات دی.
هوايي شرکتونه او خطرونه
په ۲۰۲۳م کال کې د امریکا د هوايي چلند ادارې د افغانستان د هوايي قلمرو د کارولو اړوند بندیزونه نرم کړل چې تر هغه وروسته نړيوالو شرکتونو د افغانستان دپاسه پروازونه پيل کړل.
ترکش هوايي شرکت، فلای دوبۍ او عربيه هوايي شرکت هره ورځ د افغانستان له ښارونو څخه پروازونه لري، په داسې حال کې چې د فرانسې، سنګاپور، کاناډا هوايي شرکتونه او د روسیې د ایېر فلوټ په څېر ستر شرکتونه دمګړۍ د افغانستان هوايي حدودو کاروي.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي که څه هم چې د پرواز په مهال د افغانستان هوايي قلمرو نسبتاً خوندي ګڼل کیږي خو په بيړنيو حالاتو کې د الوتکې د کښينولو له پاره مناسب هېواد نه دی. نه يوازې له دې کبله چې د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې د تخنيکي آسانتياو او د اضافي پرزو کمښت دی بلکې د روغتيايي سیسټم کمروزتيا هم په بيړني وضعيت کې د پيچلتياو باعث ګرځیدلی شي.
سیاسي اړخ
د افغانستان د پخواني حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معين سليمان بن شاه، په حواله هوايي عايد نه يوازې دا چې د طالبانو له پاره يوه ښه مالي تکيه ده بلکې د حکومت اعتبار هم پياوړی کوي. نوموړي وويل: «دا عاید د يوه فعال حکومت په توګه د طالبانو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته کوي که څه هم چې نړۍ دوی په رسميت نه دي پيژندلي.»
تر اوسه يوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسميت پیژندلی دی او نوره نړۍ په احتياط سره اړيکي پراخوي. خو د کارپوهانو په حواله د هغو هوايي شرکتونو د شمیر په ډېرېدو سره به چې د افغانستان دپاسه پروازونو کوي، په نړۍ کې د طالبانو د حکومت په اړه فکر هم تغير کولی شي.
شرکتونه طالبانو ته پېسې څرنګه ورکوي؟
دا چې هوايي شرکتونه طالبانو ته د افغانستان له هوايي حدودو څخه د تیرېدو فیس څرنګه ورکوي، شرکتونه یې په اړه چپ دي. خو د ځينو رپوټونو په حواله دا پېسې په مستقیم ډول نه بلکې د دريمګړي له لارې ورکول کيږي.
د دوبۍ د «جي ای ای سي» هولډنګ په نامه شرکت د افغانستان هوايي ډګرونه اداره کوي او ممکن له همدې لارې فيس هم ترلاسه کيږي.
د افغانستان آسمان د طالبانو د حکومت له پاره يوه مالي سرچينه ده، خو د کارپوهانو په آند دا عايد د دغه هېواد د بحران ځپلي اقتصاد د پياوړي کولو له پاره کافي نه دی. خو په سياسي توګه یې قوي کوي او طالبانو ته دا فرصت ورکوي چې په نړۍ کې ځان د «اعتبار وړ دولتي اډانې» په توګه وړاندې کړي.