امریکا: څلویښت کاله بند تیرونکی بې ګناه قاتل
۱۴۰۱ آبان ۸, یکشنبهپه متحده ایالاتو کې د کلیفورنیا ایالت د لاس اینجلس ښار یوه سیمه ایز څارنوال وویل چې ۵۹ کلن بندي ماؤرائس هیشټېګ ته په ۱۹۸۳م کال کې د قتل د یوه او د قتل د اقدام د دوو تورونو په اساس سزا اورل شوې وه، خو په دې قضیه کې د ډي این ای ټیسټ یا معاېنه نه وه ترسره شوې.
د ډي این اې له معاېنې څخه معلومه شوه چې دا جرم په اصل کې یوه بل کس کړی و چې هغه هم د نورو تورونو په اساس بندي و او دوه کاله مخکې مړ شوی دی. د دې بندي نوم پټ ساتل شوی دی.
څارنوالانو له محکمې څخه د هېشټېګ د دوسیې د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه. په دې برخه کې د کالیفورنیا د ایالتي پوهنتون د (بی ګناه) په نوم د لاس انجلس پروژې وکیلانو مخکښ رول لوبولی دی.
اړوند: بریتانیا: په جنسي فعالیتونو کې د ښکیلو پاکستانیانو د اخراج قضیه
د جمعې په ورځ له بند څخه تر آزادیدو وروسته هېشټېګ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «ما د کلونو راهیسې د دې ورځې له پاره دعا کوله. زه پر چا تور نه لګوم او نه هم کومه ترخه خبره کوم. اوس چې ماته کوم ژوند راکړل شوی دی، غواړم له هغې خوند واخلم.»
د ولسوالۍ د وکیل جورج ګیسکن له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له هېشټېګ سره ډیره بی عدالتي شوې ده.
د ډي این ای شواهد
هېشټېګ تور لګول شوی و چې پر روبیرتا ویدرمیئر یې جنسي تیری او پر سر یې په ډزو وژلی دی. د میرمن ویډرمیئر مړی د لاس انجلس په اطرافو کې ولاړ د یوه موټر په ټول بکس کې موندل شوی و.
په ۱۹۸۸م کال کې هیشټېګ ته د عمري بند سزا واورول شوه او د نقدي جریمې په بدل کې یي د خلاصیدو هیڅ امکان نه و.
اړوند: آلمانی قاتل نرس په عمر بند محکوم شو
هېشټېګ د نیول کیدو څخه د بندي کیدو تر وخته پورې په پرله پسې ډول ټینګار کاوه چې هغه بی ګناه دی. د وژل شوي میرمنې د عدلي طب له معاېناتو څخه معلومه شوې وه چې پر هغې جنسي تیری شوی دی.
هېشټېګ په ۲۰۰۰م کال کې هم د ډي این ای معاېنې غوښتنه کړې وه چې په هغه وخت رد شوې وه. خو تیر کال هغه یو وار بیا د خپلې بې ګناهې ادعا وکړه او د تیر کال په جون میاشت کې د هغه د ډي این ای له ټيسټ معلومه شوه چې د معقول پر بدن موندل شوې د ډي این اې نمونه د هېشټېګ له ډي این ای سره نه، بلکې د یوه بل بندي چې دوه کاله مخکې په زندان کې د بند پر مهال مړ شوی دی له ډي این ای سره سمون خوري.
آژانسونه: ش.ن/ا.ا