بلوچستان: موټر بم بريد ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۹, دوشنبهد پاکستان د بلوچستان ايالت يوه حکومتي چارواکي ويلي دي ويلي دي چې دا بريد يکشنبه د شپې د کلا عبدالله په ښارګوټي کې چې له افغانستان سره پوله لري، رامنځته شوې ده.
د عبدالله رياض، په نامه دغه چارواکي زياته کړې ده چې چاودنې د مليشه یي ځواک د يوې ودانۍ چې د پېښې ځای ته نږدې وه، دباندني ديولانونه هم اغیزمن کړي دي.
د بريد مسئوليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
اړونده موضوع: په بلوچستان کې چاودنې درې پوليس وژلي دي
خو د دې بريد شک هم پر بلوچ بيلتون غوښتونکي کيږي چې په بلوچستان ايالت او همدا راز د هېواد په نورو سيمو کې امنيتي ځواکونه او ملکيان په نخښه کوي.
د بلوچستان د حکومت يوه وياند شاهد رند، دا بريد غندلی او ويلي یې دي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
اړونده موضوع: بلوچستان: وسله والو د څلور پولیسو په ګډون اته تنه وژلي
بلوچستان له اوږدې مودې راهېسې د شورش سره مخامخ دی چې په ترڅ کې بلوچ بيلتون غوښتونکې ډلې بريدونه ترسره کوي. په دې ډلو کې د بلوچستان لیبریشن آرمي په نوم منع شوې ډله هم شامله ده چې په ۲۰۱۹م کال کې د متحده ایالاتو له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.