«طالبانو يو پخوانی کاناډايي عسکر آزاد کړی دی»
۱۴۰۳ بهمن ۸, دوشنبهد فرانسې خبري آژانس د يوې سرچېنې په حواله رپوټ ورکړی دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د يکشبنې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۶) هغه کاناډايي عسکر آزاد کړی دی چې له دوو مياشتو راهېسې له طلبانو سره بندي وو.
زياته شوې ده چې د ديود لېوري، په نوم دغه پخوانی سرتيری د ۲۰۲۴م کال په نوامبر میاشت کې په کابل کې طالبانو نيولی وو. دغه پخوانی عسکر درې کاله تر مخه له افغانستان څخه د امريکايي او متحدو ځواکونو د وتلو پر وخت له افغانانو سره د تخلیې په پروسه کې د مرستې له کبله د خبرونو په سرليکونو کې راغلی وو.
اړونده موضوع: طالبان: له امريکا سره مو د بنديانو تبادله کړې
يادې سرچېنې د مذاکراتو د حساسوالي له وجې د نوم نه ښوولو په شرط زياته کړې: «لېوري، په افغانستان کې آزاد شوی او دمګړۍ د قطر [په پلازمېنه] دوحه کې دی.» زياته شوې ده چې د نوموړي آزادي »د کاناډا د حکومت له لوري له قطر څخه [د منځګړيتوب] تر غوښتنې وروسته تضمين شوې ده.»
سرچېنې ويلي دي: «قطري منځګړو له لوړپوړي کاناډايي چارواکو سره همغږي رامنځته کړه او په افغانستان کې یې له خپلو اړيکو څخه په استفادې کابل ته يوه طبي ډله واستوله څو د لېوري، روغتيا وارزوي او له هغه سره طبي مرسته وکړي. په عين حال کې یې د لېوري، او د هغه د کورنۍ ترمنځ د اړيکې په ټينګولو کې هم مرسته وکړه.»
سرچېنې وويل: «په خبرو اترو کې تر بريا وروسته ښاغلی لېوري، اوس په دوحه کې له خپلې کورنۍ سره يوځای شوی دی.»
د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې ميلاني جولي، د ايکس له لارې ويلي: «ما همدا اوس له افغانستان څخه قطر ته د لېوري، په خوندي توګه تر انتقال وروسته له هغه سره خبرې وکړې.»
نوموړې له قطر څخه مننه کړې او زياته کړې یې ده: «د هغه روحيه ښه ده.»
په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستان څخه د امريکايي او متحدينو د ځواکونو د وتلو پر وخت لېوري، د اټکل پر اساس له کابو ۱۰۰ افغانانو سره له کابله په وتلو کې مرسته کړې وه.
نوموړي څو لسیزې د کاناډا په پوځ کې خدمت کړی او ويل کيږي چې د کاناډا «Joint Task Force 2» په نامه ځانګړو عملياتو د ځانګړي واحد مهم غړی وو.
په افغانستان کې نور بهرني زندانيان؟
د رپوټونو پر اساس لېوري په دې وروستيو کې د کابل په يوه خصوصي امنيتي شرکت کې فعاليت درلود.
طالبانو تېره اونۍ دوه امريکايي بنديان هم د يوه افغان جنګيالي په بدل کې آزاد کړل. د بنديانو دا تبادله هم د قطر په منځګړيتوب وشوه.
ريان کوربيت، چې په ۲۰۲۲م کال کې نيول شوی وو او ویليم مک کینتي، د خان محمد، په بدل کې چې يوې امريکايي محکمې د مخدره موادو او ترهګرۍ له کبله په جزا محکوم کړی وو، سره تبادله شول.
اړونده موضوع: مجاهد: د دوو امریکایانو په شمول مو یو شمیر بهرنيان زندانیان دي
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي ول چې خان محمد، «يو افغان مجاهد» وو چې «په امريکا کې زنداني وو.»
داسې ګومان کيږي چې په افغانستان کې لږ تر لږه دوه نور امريکايي وګړي هم بنديان دي چې يو یې د هوايي چلن پخوانی میخانيک جارج ګېلزمن، دی او بل د محمود حبيبي، په نوم يو کس چې د امريکا تابعيت لري.
په ګازو غني هېواد قطر د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو د استازو ترمنځ د څو کلونو د سولې د مذاکراتو کوربه وو او په دې وروستيو کلونو کې یې هم د افغانانو د يو شمير غونډو کوربتوب کړی دی چې د ۲۰۲۴م کال په جون مياشت کې پکې طالبانو هم ګډون درلود.