رپوټ: پر هاناو راسیسټي حمله لا یو زخم پاته دی
۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبهد عدلیې وزیر، مارکو بوخمن پرون شنبه په برلین کي وویل، دا چي انسانان «د هغوی د اصلیت د سابقې په دلیل باید زموږ په هیواد کي د بیرې احساس وکړي او د تشدد او خشونت قربانیان سي، باید ونه زغمل سي». په خبره یې پرقانون ولاړ دولت او د هغه نمایندگان باید «د دغي حملې او خپلي ناتوانۍ څخه درس واخلي او زده کړه ځیني وکړي». بوخمن همدارنگه وویل، چي دهاناو حمله داسي یو زخم دی، چي لا جوړ سوی ندی».
هغه وايي، چي د حملې څخه تر درو کالو وروسته هم «د دغه تروریسټي عمل څخه بیره او غم پاته دی او دا سوال مطرح کیږي، چي ولي دولت ونسوای کولای د خپلو اتباعو ساتنه وکړي؟». هغه اضافه کړه، راسیسټي حملې نه یوازي د هغو کسانو پر ضد تر سره کیږي، چي د خارجیانو او پردیانو سره د دښمنۍ پخاطر یې اجرأ کوي، بلکي د جامعې په حیث زموږ د خپل تصور پر خلاف هم اجرا کیږي».
د هاناو په اړه یو بل مطلب:مسلمانان د هاناو تر پيښي وروسته د لا ډیر محافظت غوښتنه کوي
د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ پر ۱۹ مه د آلمان په هاناو ښار کي یوه ۴۳ کلن الماني د مهاجرت ریښې درلودونکي نهه انسانان وویشتل او یوڅو نور یې ټپیان کړل. ترهغه وروسته یې خپله مور او ځان هم وویشتل. په همدې مناسبت نن یکشنبه په هاناو کي د سیاست، مدني او دیني ټولنو نمایندگان د دغي راسیسټي حملې د قربانیانو یاد تازه کوي.
انتظار کیږي، چي په هغه کي به د جرمني داخله وزیره، نینسي فېزر او د پروتستانت کلیسا د شورأ رییسه، انیته کورشاو برخه واخلي.
د هاناو د قربانیانو په هکله یو بل مطلب:آلمان کې د نفرت او تعصب پېښې ولې ډېرې شوې دي؟
د جرمني د حکومت د قربانیانو کمیسار، پاسکال کوبر وویل، چي تر دغي واقعې درې کاله وروسته قربانیان ندي هیر سوي. خو په خبره یې د دغي پيښی د قربانیانو د خپلوانو او ورسره مخامخ سوو کسانو د پاره د پيښي توضیح او دقیق حالت بیانول «اوس هم ډیر اهمیت لري، تر څو وکولای سي خپل غم لیري کړي». خو که «پوښتني لاینحله پاته او یا دا احساس رامنځته سي، چي یوازي پریښوول سوي دي، متضرر سوي کسان به اکثراً بیا د سره د قرباني کیدو احساس وکړي».
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم: