امریکا: يوه هسکه ودانۍ نړېدلې؛ ډېر کسان لادرکه دي
۱۴۰۰ تیر ۴, جمعهد پنجشنبې په ورځ د امریکا په فلوریدا ایالت کې میامي ساحل ته نږدې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ ونړیدله. د جمعې تر ورځې پورې د نږدې سلو تنو هیڅ درک لا معلوم شوی نه دی. د یوه تن د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی، خو ممکن د مړو شمیر لوړ شي.
رویټرز خبري آژانس د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د اوشن فرنټ په نامه د دغې ۱۲ پوړیزې ودانۍ یوه برخه ونړیده او د هغو کسانو له ډلې څخه چې په دې ودانۍ کې اوسېدل نږدې ۱۰۰ تنه یې لادرکه دي.
تر خرابو لاندې د لارکه کسانو پسې لټون جریان لري، خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د پیښې د رامنځته کیدو پر مهال په ودانۍ کې څومره خلک موجود ول.
چارواکو د یوه کس مړينه تائیده کړې ده، په داسې حال کې چې د ۱۱ نورو انسانانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. له دې ډلې ۴ تنه یې په روغتون کې بستر کړای شوي دي.
چارواکو اندېښنه څرګنده کړه ده چې د ودانۍ د ړنګیدو د پيښې پر مهال یو شمیر خلک ویده ول.
د میامي د پولیسو مشر فریدي رامیریز وویل چې ۳۵ کسان ژوندي ژغورل شوي دي، په داسې حال کې چې په ۹۹ نورو کسانو پسې لټون روان دی.
په اغیزمنو شویو کې د مختلفو هیوادونو اتباع شامل دي
د سمندر پر غاړه دغې ودانۍ کې د مختلفو هیوادونو اتباع مقیم ول. په لادرکه شویو کې نه یوازې د جنوبي امریکا، بلکې د څلورو نورو هیوادونو سفارتخانو هم ویلي دي چې د دغې ودانۍ تر نړیدو وروسته یي ۲۲ اتباع لادرکه دي.
په دې کې ۹ کسان د ارجنټاین، ۶ د پراګوای، ۴ د ونزیویلا او ۳ د یوروګوای هیوادونو اتباع دي.
د پراګوای په لادرکه شویو کسانو کې د دغه هیواد د لومړۍ میرمنې اول سلوانا، خور او د کورنۍ نور غړي شامل ول.
د اسرائیل رسنیو د رپوټونو په حواله په میامي کې د اسرائیل جنرال قونسل ویلي دي چې ۲۰ اسرائیليان لادرکه دي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز