فرانسه: یوه جومات کې لمونځ کوونکی د چاقو په برید کې وژل شوی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۷, یکشنبهد رسنیو د رپوټونو په حواله د فرانسې په سویل یوه جومات کې پر یوه لمونځ کوونکي د چاقو په وسیله تر وژونکي برید وروسته شکمن کس په تيښه بریالی شوی دی.
د Le Parisien ورځپاڼې ویلي دي چې یو ځوان کس د جمعې (د اپریل میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ د سهار لمانځه د ادا کولو پر مهال د La Grand-Combe سیمې په یوه جومات کې پر یوه لمونځ کوونکي د چاقو څو ګزارونه کړي دي او هغه یې وژلی دی.
ورځپاڼې د یوه تحقیق کوونکي سرچینې په حواله لیکلي دي چې شکمن برید کوونکي بې له ځنډه د خپل ګرځنده تلیفون په وسیله د قرباني کس فلم اخیستی دی او په دې وخت کې الله ج ته یې د غوسې په حالت غلط الفاط کارولي دي.
د رپوټونو په حواله شکمن مجرم یو ۲۰ کلن فرانسوی ځوان دی. د جومات د څار کامرو دغه صحنه فلمبرداري کړې ده. د پيښې پر مهال قاتل او مقتول په جومات کې یوازې ول او د غرمې پر مهال چې کله نور لمونځ کوونکي جومات ته راغلي، نو دغه لمونځ کوونکی یې چې وژل شوی و لیدلی دی.
د فرانسې لومړي وزیر فرانسوا بایرو د شنبې په ماښام په ایکس ټولنیزه شبکه کې دغه پيښه د «اسلاموفوبیا ناوړه عمل» بللی دی او ژمنه یې کړې ده چې له ټولو دولتي امکاناتو څخه په کار اخیستنې سره به قاتل ونیسي او مجازات به یې کړي.
د عدلیې وزیر ژرالد دارمانین دا «په یوه مقدس مذهبي ودانۍ کې نه توجیه کیدونکی عمل» بللی دی.