بلوچستان: د پوځي ښوونځي پر سروس باندي برید ۵ کسان وژلي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهد پاکستان د بلوچستان ايالت په خضدار سیمه کې دا پېښه نن، چهار شنبه (د ۲۰۲۵م کال د می ۲۱) رامنځته شوې ده. د خضدار یوه اداري چارواکي ياسر اقبال، وويل چې «سروس په يوه پوځي چاوڼۍ کې پروت ښوونځي ته پر لاره وو.»
نوموړي وويل چې په سروس کې ۴۰ شاګردان سپارل وو او چې زياتره یې په پېښه کې ټپيان شوي دي.
اړونده موضوع: بلوچستان: موټر بم بريد ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د تلفاتو لوړېدو په اړه اندېښنه
د پاکستان د پوځ په يوه اعلامیه کې بيا ويل شوي دي چې په وژل شویو کې درې ماشومان او دوه لويان شامل دي. خو روغتيايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې د مړو شمير ښايي لوړ شي ځکه چې له ۳۸ ټپيانو ماشومانو څخه یې د ډېرو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
ويل شوي دي چې تر پېښې سملاسي وروسته ځواکونه ورسېدل او د پېښې ساحه یې محاصره کړه، په داسې حال کې چې امبولانسونو قربانيان سيمه ایز روغتون ته انتقال کړل.
سيمه ایز تلویزیون د سخت زیانمن شوي سروس موټر او شا او خوا پرتې ملبې انځورونه خپاره کړل.
اړونده موضوع: د پاکستاني ملیشو پر حامل بس حمله کې شپږ کسان وژل شوي
بلوچستان د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی خو نفوس یې تر ټولو کم دی. دغه ايالت چې په طبيعي زيرمو غني دی، له څو لسیزو راهېسې له يوه شورش سره مخامخ دی.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې په سملاسي توګه د دې بريد چې په ۲۰۱۴م کال کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د خونړي بريد ياد تازه کوي، پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
هغه مهال پر «آرمي پبلک سکول» په بريد کې تر ۱۳۰ ډېر ماشومان وژل شوي ول. د هغه بريد مسئوليت د پاکستان تحريک طالبان يا «ټي ټي پي» ډلې منلی وو.
په بلوچستان کې په دې وروستيو کلونو کې د بیلتون غوښتونکو ډلو بريدونو ډېر زرو اخیستی دی. د «بلوچ لیبريشن آرمي» په نوم بيلتون غوښتونکې ډلې په مارچ میاشت کې د يوې پټلۍ په الوزولو سره اورګاډی ودراوه او يو شمیر مسافر یې يرغمل کړل. په هغه پېښه کې ۳۱ کسان ووژل شول.