په مسجد کې چاودنې د جمعیت علمای اسلام ګوند یو مشر ټپی کړی
۱۴۰۳ اسفند ۲۴, جمعهد جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر آصف بهادر، وویل چې په دغه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند ځايي مشر عبدالله نديم، سخت ټپي شوی دی. هغه وویل چې ندیم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. بهادر زیاته کړه داسې ښکاري چې د دغې چاودنې اصلي هدف عبدالله ندیم و.
آصف بهادر زیاده کړه چې په چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون درې نور کسان هم ټپیان شوي دي. په سملاسي توګه د دغې چاودنې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او روښانه نه ده چې تر شا به ېې د چا لاس وی.
ورته نور ولولئ: بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد؛ امنيتي چارواکي وايي د ټولو بريدګرو په وژلو سره یې برمته پای ته رسولې
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې چاودنو یو څه شدت موندلی دی.
تېره میاشت د دغه ایالت د اکوړي خټک نوموتې مدرسې حقانیه په مسجد کې د جمعې لمانځه پر وخت ځانمرګی برید وشو چې پکې د مدرسې د مشر په ګډون شپږ کسان ووژل شول.
ورته نور ولولئ: بلوچستان: پر ریل په برید کې ډېر کسان وژل شوي او د نورو د ژغورنې عملیات روان دي
روانه اوونۍ بلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یو اورګاډي حمله وکړه چې د چارواکو په خبره ۲۵ کسان پکې ووژل شول. اسلام آباد تور لګوي چې په پاکستان کې فعال اورپکې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو په کابل کې ېې د خیبر پښتونخوا ایالت حکومت ېې ردوي.
ورته نور ولولئ: د پاکستان پولیس: په حقانیه مدرسه کې ځانمرګي بريد ۴ کسان وژلي