امریکا: د وژل سوي تورپوستي کورنۍ ۲۰ ملیونه ډالره تاوان اخلي
۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبهد دې تر څنګ چي دومره ډیره جبران خساره ورکول د امریکا په تاریخ کي چنداني سابقه نلري، ددغه تورپوستي قاتل پولیس په دوهمه درجه قتل متهم سوی او د راتلونکي کال په مارچ میاشت کي به د محکمې په مخکي راحاضر سي.
د جورج کانتي ادارې یوې چارواکي، انجلا السو بروک ویلي، چي هیڅ اندازه پیسې د یوه انسان ارزښت نسي تعینولای او دغه موافقه سوې جبران خساره فقط د ویلیم ګرین د قتل د مسؤلیت منلو په معنی ده.
ویلیم ګرین د همدا ۲۰۲۰ م کال په جنورۍ کي د نورو موټرانو سره د ټکر په سبب نیول سوی ؤ. د هغه قاتل پولیس، مایکل اووین ویلي دي، چي هغه خوب وړی ؤ او همدا یې د ټکر سبب سوی ؤ، چي احتمالأ به یې مخدره مواد اخیستي وه.
خو د ګرین د کورنی شکایت داؤ، چي هغه بېله هیڅ مقاومت څخه د پولیسو موټر ته ورپورته سو او پداسي حال کي چي لاسونه یې هم تړلي وه، فیرونه پر وسول . د پولیسو دغه مامور پخپله هم د ګرین په ډول تورپوستی امریکايي دی.
خو پولیس مایکل اووین او دوو نورو شاهدانو ددې ترمخه ویلي وه، چي ګرین د پولیسو په مقابل کي مقاومت وکړ او ددواړو اړخونو ترمنځ نښته رامنځته سوې وه. مایکل حتی ادعا کړې وه، چي ګرین د وسلې اخیستلو کوښښ وکړ. خو په تحقیقاتو کي د پولیسو او شاهدانو یوه دغه ادعا به اثبات ونه رسیدله. ځکه نو مایکل اووین په «دوهمه درجه قتل»باندي تورن سو. په دې ډول سره د اول وار دپاره په جورج کانتي کي د پولییسو یو مامور په دغه ډول یوه اتهام سره د محکمې په مخکي راحاضریږي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: