په توره بحیره کي ستر نظامي تمرینات
۱۴۰۰ تیر ۷, دوشنبهد «سي برېز» په نامه دغه نظامي تمرینات چي د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین په مشرتوب تر سره کیږي، د ۳۲ هیوادونو په زرونو عسکر، کښتۍ او الوتکي پکښي برخه اخلي.
د امریکا متحده ایالتو پوځ ویلي دي چي دغه تمرینات به تقریباً دوې اونۍ دوام وکړي. د امریکا د بحري قواوو په حواله د سږکال دغه نظامي تطبیقات چي له ۱۹۹۷م کال راهیسي هرکال په منظم ډول تر سره کیږي، تر ټولو ستر دي.
مسکو بیا له خپل قلمرو سره یې د دغو تطبیقاتو ترسره کیدل یوه راپاریدنه بولي او له واشنګټن څخه يې غوښتي دي چي تردې کار تیر سي. له امریکا څخه تر دغي غوښتني لږ وروسته تیره چهارشنبه کریمیا نیمه ټاپو ته څېرمه په توره بحیره کي یوه واقعه رامنځته سوه.
د مسکو په حواله هلته روسي ساحلي ځواک پر یوې بریتانوۍ جنګي کښتۍ له خپلو اوبو څخه د ايستلو په موخه د خبردراي فیرونو وکړل. بریتانوي رسنیو تر یوه حده پوري دغه ارقام تائید کړي، خو وايي چي کښتۍ په عادي ډول سره په خپل مسیر کي پاته سوې وه.
د مسکو په حواله دغه کښتي درې کیلومتره د دوی د اوبو ساحې ته ورننوتلې وه ، خو د بریتانیا حکومت بیا ویلي دي چي کښتۍ د اوکراین د اوبو په ساحه کي وه او خپل عادي مسیر یې طی کاوه.