ناورينشمالی امریکا
امریکا: د رییل تر چپه کیدو وروسته سخت اور
۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبهاعلان
د مالونو د ترانسپورت دغه رییل د همسایه ایالت، پنسوالیا څخه روان ؤ، کله چي د ایست پالیستینه د ناحیې په شاوخوا کي د هغه د ۱۴۰ واگونو څخه ۵۰ واگونونه یې د پټلۍ څخه واوښتل.
لکه څنگه چي د امریکا د ترانسپورټ امنیتي چارواکو، NTSB پرون شنبه پخپل تویتر کي خبر ورکړ، د هغه د لسو واگونو له جملې څخه په لسو کي خطرناکه مالونه بار وه، چي په پنځو کي یې زهرجن گازونه، وینیل کولراید بار وه. د معلوماتو په اساس په دې پیښه کې څوک زخمي سوی ندی.