امريکا پر سعودي د ميليونو ډالرو په ارزښت وسلې پلوري
۱۴۰۰ آبان ۱۴, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت يا پنتاګون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان يې د کابو ۶۵۰ میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور يوه هوکړه کړې ده. د دې پر اساس به امريکا سعودي عربستان ته له فضا څخه فضا ته ويشتونکي ۲۸۰ عصري توغندي ورکوي.
پنتاګون ويلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د وسلو د پلور دا هوکړه تائید کړې ده څو د اوسنيو او مستقبل د خطرونو ځواب ويلو له پاره له سعودي عربستان سره مرسته وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په تېر میلادي کال کې «پر سعودي عربستان د سرحد له بلې غاړې څخه بريدونه ډېر شوي دي.» او له همدې کبله د وسلو د دې پلور اجازه ورکړل شوې ده.
د پنتاګون له خوا هم ويل شوي: «د وسلو د پلور دا وړاندیز به د امریکا له بهرنۍ تګلارې او همدا راز له يوه دوست هيواد [سعودي عربستان] سره د خپل امنيت په ټینګولو کې مرسته وکړي چې د منځني ختيځ د سياسي او اقتصادي پرمختګ له پاره يو مهم قدرت دی.»
په امریکا کې ځيني کړيو له سعودي عربستان سره د توغنديو پر دې معاملې نيوکي کړي خو د بهرنيو چارو وزارت په خپلو يو شمیر تويتري پيغامونو کې له د وسلو د دې پلور څخه دفاع کړې ده او ويلي یې دي چې دا وسلې د ځمکنيو بريدونو له پاره نه دي او يوازې د هوايي دفاع په موخه ورکول کیږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه زیاته کړې: «د بايدن ادارې چې په يمن کې د کورنۍ جګړې د له منځه وړولو له پاره د سفارتي هلو ځلو د مشرتوب کومه ژمنه کړې ده، دا معامله له هغه سره په بشپړه توګه سمون لري څو سعودي عربستان د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي ياغيانو د هوايي بريدونو په مقابل کې له ځانه د دفاع وسايل ولري.»
د امريکا د ميساچوسيټ ايالت د وسلو يو شرکت « Raytheon Advance » ډوله «اې آی ام ۱۲۰ /۷ سي – ۸ د منځني واټن دا توغندي جوړوي چې له هوا څخه هوا ته د ويشتلو وړتيا لري. د پنتاګون په حواله به همدا شرکت د سعودي عربستان قرارداد ترلاسه کړي.
پر سعودي عربستان د وسلو د پلور دا هوکړه په داسې حال کې شوې ده چې څو ورځې تر مخه ولسمشر جو بايدن ويلي دي چې اداره به یې په يمن کې د سعودي عربستان د بريدونو له ملاتړه د لاس اخيستو سره سم پر دغه هيواد د وسلو پلور هم بند کړي.
د پخواني ولسمشر ترمپ ادارې د يمن په لانجه کې سعودي عربستان ته بشپړه آزادي ورکړې وه خو بايدن پر دې تګلاره له سره د غور خبره کړې وه. امريکا تل په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه اندیښنې څرګندوي خو دواړه هيوادونه د اوږدې مودې متحدين هم دي.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵م کال له خپلو سيمه ایزو متحدينو سره په ګډه د يمن د حوثي یاغيانو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي ول او په دې ترڅ کې یې د هوا له لارې د حوثيانو پر پټنځايونو بريدونه پېل کړل.
سعودي عربستان او د هغه لوېديځ متحدين په دې آند دي چې حوثي ياغيان په يمن کې د ايران په پټه جګړه پر مخ وړي خو د ایران حکومت تل دا تورونه ردوي. علت که یې هر څه وي خو دمګړۍ له کابو شپږو کلونو راهیسې د روانې دې جګړې له کبله يمن دمګړۍ د يوه سخت بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: