بورس او تحقيق - محبوب آلماني پوهنتونونه وپېژنئ
د آلمان د هومبولډټ بنسټ په دغه هيواد کي د هغو پوهنتونونو يوه ارزونه کړې ده چي بهرنيو محصلينو او محققينو ته بورسونه ورکوي. د اروزنې په نتيجه کي دغه تر ټولو زيات محبوب بلل سوي دي:
د برلين خپلواک (فرايه) پوهنتون
د آلمان په پلازمېنه برلين کي واقع دغه پوهنتون د هرو ۱۰۰ پروفيسرانو په تناسب ۱۲۱ بهرنيو تحقيق کوونکو ته وظايف يا بورسونه ورکوي.
د برلين هومبولډټ پوهنتون
د برلين په ختيځه برخه کي واقع د هومبولډټ پوهنتون هم د بهرنيو محققينو تر منځ محبوب دی. د دغه پوهنتون د هرو ۱۰۰ پروفيسرانو په تناسب ۸۸ بهرني تحقيق کوونکو ته د تحقيق وظايف سپارل کيږي.
د مونشن پوهنتون
د مونشن ښار د آلمان له پاره يو مهم صنعتي او تحقيقي مرکزدی. د مونشن پوهنتون د هرو ۱۰۰ پروفيسورانو په تناسب ۷۷ بهرنيو محققينو ته د تحقيق وظايف سپاري.
د برلين تخنيکي پوهنتون
آلمان د تخنیک په بيلو عصري څانګو کي د زده کړي امکانات برابروي. په دې ترڅ کي د برلين تخنيکي پوهنتون د ۱۰۰ پروفيسورانو په تناسب ۶۲ بهرنيو تحقيق کوونکو ته وظايف سپاري.
د مونشن تخنيکي پوهنتون
د مونشن تخنيکي پوهنتون د بهرنيو تحقيق کوونکو د شمير په لحاظ د برلين تر پوهنتون لږ شاته دی. په دغه پوهنتون کي د ۱۰۰ پروفيسورانو په تناسب ۶۱ بهرنيو محققينو ته د تحقيق دندې سپارل کيږي.
د ګوټينګن پوهنتون
ګوټينګن د طبي زده کړو تر څنګ د ټولنيز علومو په ډګر کي د تحقيق په برخه کي مشهور دی. د ګوټينګن پوهنتون د هرو ۱۰۰ پروفيسورانو په تناسب ۶۰ بهرنيو تحقيق کوونکو ته د کار له پاره بلنه ورکوي.
د برېمن ياکوب پوهنتون
برېمن نه يوازي يو بندري او تجارتي ښار دی، بلکي د لوړو زده کړو په ډګر کي هم خپله ونډه اخلي. په برېمن کي د ياکوب پوهنتون د هرو ۱۰۰ پروفيسورانو په تناسب ۵۱ بهرنيو تحقيق کوونکو ته د کار او تحقيق وظايف سپاري.
د بون پوهنتون
د پخواني غربي آلمان پلازمېنه بون اوس د ملګرو ملتونو د لوی دفتر، مخابراتي لويو شرکتونو او لويو تجارتي شرکتونو د دفاترو له پاره مشهور دی. د دغه ښار پوهنتون د هرو ۱۰۰ پروفيسورانو په تناسب ۴۹ بهرنيو محققينو ته کار ورکوي.
د پوستدام پوهنتون
د برلين د محبوبيت يوه وجه دا هم ده ځکه چي دغه ښار د آلمان تر ټولو لوی ښار دی. د برلين ګاونډی ښار پوستدام هم د برلين له دغه حيثيت څخه مستفيد دی. د پوستدام پوهنتون د ۱۰۰ پروفيسورانو په تناسب ۴۸ بهرنيو تحقيق کوونکو ته دندې سپاري.
د کونستانڅ پوهنتون
د سيند پر غاړه واقع د کونستانڅ د تحقيق له پاره مشهور دی. د دغه ښار پوهنتون د هرو ۱۰۰ تحقيق کوونکو په تناسب ۴۷ بهرنيو تحقيق کوونکو ته بورسونه يا تحقيقي وظايف ورکوي.