برلین د امریکا په راپور کې د بشري حقونو ارزونه رد کړه
۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبهد آلمان فدرالي حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړ چې په آلمان کې یې د بیان د ازادۍ په برخه کې د محدودیت خبره کړې ده. د حکومت مرستیال ویاند، سټیفن مایر، په برلین کې ټینګار وکړ: «دلته په آلمان کې سانسور نه کېږي. موږ په آلمان کې د بیان ډېر لوړه ازادي لرو او دا به په هر ډول وساتو او دفاع به یې وکړو.»
د آلمان د مسيحي اتحاد د پارلماني ډلې مشر ینس شپان هم د واشنګټن تورونه رد کړل او په «وېلټ ټي وي» کې یې وویل: «هر څوک کولای شي په آلمان کې هغه څه ووایي چې فکر کوي. دا یو آزاد هېواد دی.»
دغه هم ولولئ: آلمان: له «ای اف ډي» ګوند سره د همکارۍ له وجې ميرکل يو ځل بيا پر ميرڅ نيوکې کړي
واشنګټن د سانسور خبره کوي
د امریکا حکومت هر کال د بشري حقونو راپورونه خپروي چې په ګڼو هېوادونو کې وضعیت بیانوي. د وروستي راپور له مخې، د آلمان وضعیت خراب شوی دی. په راپور کې د سانسور خبره شوې، ځکه چې د انټرنېټ پلاتفورمونه مکلف دي د کرکې پیغامونه ړنګ کړي. د آلمان د فدرالي ډیجیټلي چارو وزارت وايي، دا مقررات د خبرو برخه کېدای نه شي. د وزارت ویاند وویل: «دا مقررات د کومې معاملې برخه نه شي کېدای.»
په امریکا کې د ښي اړخو سیاسي کړیو له خوا له ډېر وخت راهیسې ویل کېږي چې د کرکې ضد اروپایي چلند د سانسور سره برابر دی. د امریکا اوسني مرستیال ولسمشر ډي جې وېنس د ټاکنیزې مبارزې پر مهال ګواښ کړی و چې که اروپایان د ټېکنالوژۍ د میلیاردر ایلان مسک د «ایکس» (X) پلاتفورم د منځپانګې پر وړاندې ګامونه واخلي، امریکا به د ناټو ملاتړ پای ته ورسوي. هغه ویلي و چې اروپایان باید د امریکا له ارزښتونو لکه د بیان له ازادۍ سره ځان ژمن وښيي.
دغه هم ولولئ: د مونشن سږنی«مهم» امنیتي کنفرانس پای ته ورسېد
د یهود ضد دریځ ستونزه
د امریکا راپور همداراز په آلمان کې د یهود ضد پېښو زیاتوالی یادوي. د آلمان د حکومت ویاند مایر د ایتلافي حکومت دفاع وکړه او ویې ویل: «فدرالي حکومت په هر ډول د یهود ضد دریځ پر وړاندې مبارزه کوي.» د امریکا د حکومت په راپور کې راغلي چې د آلمان حکومت د ډېری یهود ضد پېښو مسوولیت نوونازیو او نورو افراطیانو ته منسوبوي. خو دا لیدلوری تر پوښتنې لاندې راوستل شوی او د دې پر ځای د سوریې، افغانستان او ترکیې د وګړو و آلمان ته د کډوالۍ یادونه شوې ده.
زاړه شوې معلومات
په راپور کې د ۲۰۱۸ کال د یوې ورځپاڼې لیکنه هم رااخیستل شوې چې ګواکې د نامعلوم لامل لرونکې یهود ضد جرمونه په اوتومات ډول د ښي اړخو د کړنو په توګه ثبتېږي. خو دا موضوع اوس پخوانۍ شوې ده. د ۲۰۲۴ د پیل راهیسې، د آلمان د فدرالي جنايي پولیسو اداره (BKA) هغه یهود ضد جرمونه چې د عامل هویت یې روښانه نه وي، په نوې کټګورۍ «نورې پېژندنې» کې ثبتوي. د BKA د احصایو له مخې، د تېر کال له ۶۲۳۶ یهود ضد جرمونو څخه ۳۰۱۶ پېښې ګواکې د ښي اړخو احتمالي عاملانو له خوا ترسره شوې وې.