آلمان: د کورنیو الحاق پروګرام ځنډول کیږي
۱۴۰۴ خرداد ۴, یکشنبهد آلمان نوي ائتلافي حکومت غواړي د کډوالو د کورنیو د الحاق یا المان ته د هغوی د راوستلو بهیر لا پسې محدود کړي. د بیلد آم زونتاګ په نامه دآلمانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت چې د مسحي سوسیال اتحاد یا CSU ګوندغړی دی یوه داسې قانوني مسوده وړاندې کوي چې له مخې به یې د «سبسیدیر شوتز» لرونکو کډوالو لپاره د کورنۍ یو ځای کېدل وځنډول شي. دا قانون به د کابینې له تصویب وروسته د بونډستاګ یا د آلمان پارلمان او بونډسراټ یا د المان د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا ولري.
سبسیدیر شوتز په آلمان کې د پناه غوښتنې اړوند یو قانوني حالت دی چې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې که څه هم د پناه غوښتونکي رسمي حیثیت نه لري، خو که چېرې بېرته خپل هیواد ته ستانه شي، نو هلته یې ژوند ته خطر متوجه وي.
د آلمان د نوي ائتلافي حکومت په ایتلافي تړون کې، ښکیلو ګوندونو توافق کړی و چې د پناه غوښتنې د دوهمې درجې محافظت لرونکو یا سبسیدیر شوتز حیثیت لرونکو کسانو د کورنۍ یو ځای کېدل دې د دوه کلونو لپاره وځنډول شي. دا مهال، د کډوالو له پاره هره میاشت تر ۱۰۰۰ پورې د کورنیو د نیږدې غړیو د راوستلو پروګرام شته خو کډوال وايي چې یاده پروسه ټکنی او پیچلې ده.
په آلمان کې سبسیدیر شوتز یا دومه درجه د پناه غوښتنې محافظت هغو کډوالو ته ورکول کېږي چې د جینوا د مهاجرت تړون له مخې پناه غوښتونکي نه ګڼل کېږي، خو که چېرې هغوی ته په خپل هیواد کې د جګړې، شکنجې یا غیر انساني چلند له کبله خطر موجود وي، نو هیوادونه اړ دي چې کډوالو ته دا ډول محافظت ورکړي.
د المان د کورنیو چارو تازه ګمارل شوي وزیر الکساندر دوبرینت «بیلډ ام زونتاګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته د کورنیو د الحاق پخوانۍ پروګرام ته په اشارې ویلي: «دا موضوع اوس پای ته ورسېده.» د راپور له مخې، یوازې د سختو حالاتو پر بنسټ به د اړوند چارواکو له خوا کډوالو ته استثناوې په نظر کې نیول کیږي. نوموړي زیاته کړې چې دا قانون به د ناقانونه مهاجرت لپاره انګیزه راکمه کړي. د آلمان د مسحي سوسیال اتحاد یا سي اس یو دغه سیاستوال همدا راز زیاته کړې چې: «موږ په دې توګه دا هم واضح کوو چې د آلمان د مهاجرت سیاست بدلون کړی دی.»
د آلمان د کورنیو چارو وزارت تمه لري چې د دې نوي قانون له کبله به شاوخوا ۱۲,۰۰۰ کسان په کلني ډول د آلماني ژبې د زده کړې او په الماني ټولنه کې د ټولنیز ادغام کورسونه له لاسه ورکړي، چې له امله به یې تر ۲۰۲۶ کاله پورې شاوخوا څلور میلیونه یورو سپما شي.