آلمان د ېوې ډلې افغان مهاجرو د اخراج له پاره چمتووالی نیسي
۱۴۰۳ بهمن ۶, شنبهد یوه رپوټ پر اساس، آلمان په پام کې لري چې د دغه هېواد له فدرالي انتخاباتو مخکې خطرناک افراد او جنایتکاران افغانستان ته اخراج کړي. آلمان اوس مهال پر يوه پروګرام کار کوي تر څو دغه افراد خپل هېواد ته انتقال کړي.
آلمانۍ ورځپاڼې «زود دويچه څايتونګ» د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د آلمان د کورنیو چارو وزيرې نانسي فيزر، تر مدیریت لاندې، افغانستان ته د اخراج د يو بل پرواز کارونه مخ په ختمېدو دي. دا به په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بیاواکمنېدو را وروسته له آلمان څخه د افغان مهاجرو دوهم اخراجي پرواز وي چې ترسره به شي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې دغه اخراج د آلمان له عمومي انتخاباتو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.
یادې ورځپاڼۍ د آلمان د بایرن ایالت د ېوې ادراې د یوه لیک پر اساس ليکلي چې فدرالي حکومت دغه ایالت ته سپارښتنه کړې چې «د شپږو اونیو په جريان کې یعنې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ تر ۲۲مې» د افغانستان په تړاو لږ تر لږه یو «ډلییز اقدام» ترسره شي.
ورته نور ولولئ: افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د حل لاري غوښتنه
دغه موضوع د جنوري میاشتې په سر کې یوې محکمې ته راجع شوه چې پر اساس ېې د مجرمو افغان کډوالو د نیولو او اخراج له پاره درخواست مطرح شوی دی.
په پام کې ده د آلمان عمومي انتخابات د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۳مه ترسره شي.
د آلمان خبري آژانس ويلي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د اخراج پروګرامونه تائيد کړي دي. د آلمان د فدرالي حکومت یو ویاند وویل: «فدرالي حکومت په شدت سره هڅه کوي تر څو دغه (اخراجونه) یو ځل بیا د یو سیمیز کلیدي شریک په ذریعه ممکن کړي.»
ورته نور ولولئ: آلمان: د ښي اړخه ګوند له لوري کډوالو ته د «اخراج ټکټ» ويش
خو د آلمان د کورنیو چارو وزارت له انتخاباتو سره د دغه اخراج هر ډول تړاو رد کړی دی. د کورنیو چارو وزارت یو ویاند وویل: «افغانستان ته د اخراج له پاره چټک اقدامات د انتخاباتو (نيټې) سره کوم تړاو نه لري. که داسې کوم تاریخ مشخص شوی وی، دا درست نه دی او د وزارت دريځ نه ښيي.»
دغه ویاند زیاته کړه چې د اخراج له پاره اقدامات به د ټولو قانوني، واقعي او لوژستيکي مراحلو تر بشپړېدو وروسته عملي شي. هغه وویل چې په ځانګړې توګه افغانستان ته اخراج له ګڼو بهرنیو عواملو سره تړاو لري لکه دریمګړي هېواد سره همکاري، د پرواز جواز او نور شرایط.
ورته نور ولولئ: په ۲۰۲۴ م کال کې له آلمان څخه له ۱۳۰۰ ډېر افغانان اخراج سوي
آلمان د طالبانو د بیاواکمنۍ پر وخت د لومړي ځل له پاره د تېرکال د اګست میاشتې په پای کې یوه ډله افغانان افغانستان ته اخراج کړل. ۲۸ افغانان چې ټول په آلمان کې په درنو جرمونو محکوم شوي ول، په یوه الوتکه کې د قطر هیواد په منځګړتوب بیرته خپل هېواد ته ولېږل شول.