د هند او پاکستان شخړه؛ د عاصم منیر د محبوبيت ډېرېدل
۱۴۰۴ خرداد ۱, پنجشنبهد پاکستان حکومت د مننې په توګه د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منير، ته «د ستراتیژيکي مهارت او زړور مشرتابه د قدردانۍ په توګه چې د هېواد امنيت یې تامین کړ او دښمن ته یې په قاطع ډول ماته ورکړه،» د فيلډ مارشال رتبه ورکړه.
پوځ پر پاکستان باندې په ۱۹۴۷ کال کې د دغه هېواد له آزاديدو راهېسې لږ تر لږه درې لسیزې حکومت کړی دی او حتی د ملکي حکومت په شتون کې یې هم غير معمولي نفوذ لرلی دی. خو پوځ او د هغه کلک دريځ لرونکی مشر، لږ د هغه مينې څخه برخمن شوي چې په روانه میاشت کې ور په برخه شوې ده چې د ارزونکو په خبره په اتومي وسلو سمبال دغه هېواد کې یې د پوځ واکمني بيرته پياوړې کړې ده.
اړونده موضوع: په کشمير کي پر سيلانيانو بريد، هند د پاکستان سفير احضار کړی
په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان په بېلا بیلو ښارونو کې د غونډو پر مهال داسې شعارونه تر سترګو شول: «جنرال عاصم منیر زنده باد.» همدا راز د بريښنا پر پایو او يا پلونو باندې د نوموړي له انځور سره ليکل شوي ول: «ته زموږ ژغورونکی یې!»
د «ګلوب پاکستان» په نظر پوښتنه کې چې يوه سيمه ایزه څيړنیزه موسسه ده، موندل شوې چې له پوښتل شويو څخه یې ۹۳ فيصدو ويلي دي چې د پوځ په اړه یې نظر ښه شوی دی.
د عمران خان له خوا مبارکي
د منير، تر ټولو سرسخت مخالف، د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان، په روانه میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته پوځ ته مبارکي ورکړه، هغه نښتې چې دواړه هېوادونه یې د ګټلو ادعا کوي.
عمران خان، تېره اونۍ د ايکس شبکې په يوه پوست کې ويلي ول: «دا زما هېواد دی، دا زما پوځ دی. زه د پاکستان هوايي ځواک او د پوځ ټول پرسونل ته د هغوی د مسلکيتوب او غوره فعاليت له کبله درناوی وړاندې کوم.»
سياسي مبصر يوسف نظر، د عاصم منیر، په اړه وايي: «هغه د پاکستان د تر ټولو ځواکمن سړي په توګه راڅرګند شوی او د خپل پوځ حيثيت یې د يوه پياوړي جنګي ځواک په توګه بيرته پر ځای کړی دی.»
اړونده موضوع: د امریکا د کانګرس دوو غړيو د پاکستان د پوځ پر مشر د بندیزونو غوښتنه کړې
د ۲۰۲۲م کال په نوامبر کې د پاکستان د پوځ مشرۍ ته تر رسېدو شپږ میاشتې وروسته عاصم منیر، هغه وخت د پوځ د تسلط له پاره تر ټولو سختې ننګونې سره مخامخ شو چې د عمران خان پلويانو د پوځ پر تاسيساتو بريدونه وکړل او هغه یې ولوټل.
منیر، بيا وروسته د عمران خان، د بندي کولو او د نوموړي د «پاکستان تحريک انصاف» ګوند د پلويانو پر ضد د عملياتو له کبله له سخت کورني انتقاد سره مخ شو. همدا شان انتقاد کوونکو دا تورونه هم لګول چې د تیر کال په عمومي ټاکنو کې د عمران خان، د ګوند د سيال ګوند په ګټه درغلي شوې ده.
خو د پاکستان د پوځ په اړه د يوه کتاب ليکواله عایشه صديقه، وايي چې له هند سره تازه شخړې وضعيت بدل کړی دی.
هغې د دې په زياتولو سره چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه دوه سخت دريځي مخ ته وړي يعني د هند صدراعظم نريندر مودي چې هندو ناسيونالیست دی او د پاکستان عاصم منیر چې يو معتقد مسلمان دی، وویل: «دې [له هند سره ترينګلتياو] دا جنرال له نورو ټولو پخوانيو جنرالانو څخه ځواکمن کړی دی. هغه اوس يو اتل دی.»
نوموړې وويل: «دا د يوه اسلامپاله جنرال او يوه ځواکمن مذهبي سړي ترمنځ سيالي ده.»
د پاکستان پوځ د رويترز خبري آژانس له خوا استول شويو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
بنسټیز توپير
د هند او پاکستان ترمنځ پر يو بل د تازه بريدونو علت د اپريل پر ۲۲مه د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې بريد وو چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول چې زیاتره یې سيلانيان ول.
هند د دې پړه د پاکستان له لوري پر ملاتړ کيدونکو «ترهګرو» ور واچوله. خو پاکستان پکې لاس درلودل ردوي.
د می میاشت پر ۷مه نيټه د هند پوځ د کشمیر د بريد په ځواب کې په پاکستان کې پر هغه ځایونو هوايي بريدونه وکړل چې دغه هېواد یې د «ترهګرو د زیربناو» په توګه يادوي.
پاکستان ادعا وکړه چې د هند تر لږ تر لږه ۵ تر ۶ جنګي جټ الوتکې یې را غورځولي او د هند پر پوځي اډو يې هوايي بريدونه کړي دي.
هند ويلي چې يو څه زيان یې ليدلی دی خو د پاکستان مهمو هوايي اډو او دافع هوا سیسټمونو ته یې سخت زيان رسولی دی.
اړونده موضوع: هند او پاکستان د يو بل دیپلوماتانو ته په ۲۴ ساعتونو کې د وتلو لارښوونه کړې
عاصم منیر، چې د قرآن پاک حافظ دی، د اسلامي هېواد پاکستان او هند چې د نفوس ډېره برخه یې هندوان دي، ترمنځ د نوموړي له نظره پر موجودو بنسټیزو توپيرونو ټينګار وکړ. هغه د هند تر ولکې لاندې کشمير کې تر بريد يوه اونۍ د مخه په اسلام آباد کې د يوې وينا پر وخت وویل: «زموږ مذهب جلا دی. زموږ رواجونو بدل دي. زموږ دودونه سره توپير لري.»
هغه وويل چې د هند پوځ د «خپل ټول توان سره نه شي کولی پاکستان وويروي.» نوموړي په خپله وينا کې د قرآن پاک آیتونو هم ذکر کړل او ویې ويل: «پاکستان بايد يو کلک دريځه هېواد واوسي.»
د پاکستان د پوځ په حواله د هند پر وړاندې د پاکستان ځوابي عمليات «بنيان المرصوص» نومول شوي ول چې دا نوم د قرآن له يوه آیت څخه اخیستل شوی او معنا یې وسپنیز ديوال دی.
دا عمليات د می میاشتې پر ۱۰مه نیټه د سهار لمانځه پر مهال پر لاره اچول شوي ول چې د مسلمانانو له پاره يو ځانګړی ښه وخت ګڼل کيږي.
اړونده موضوع: د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه
عاصم منیر، چې د يوه ښوونکي زوی او يو پياده افسر وو، د پاکستان د ځواکمنې استخباراتي ادارې «آی اس آې» او پوځي استخباراتو مشر هم وو. نوموړی به د ۲۰۲۷م کال تر نوامبر پورې د پوځ مشر وي او کيدای شي بيا د نورو پنځو کلونو مودې له هم د مشر په توګه وټاکل شي.
په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسين حقاني، وايي چې حتی تر دې تازه ترينګلتياو د مخه هم منير، د خپلو مخکنيو هممنصبو په پرتله د هند په مقابل کې ډېر کلک دريځ درلود. هغه وايي چې د پوځ پخواني مشر جاويد باجوه، له هند سره اړيکو ته د ودې ورکولو په موخه د نظرياتي دريځ پر ځای تر ډېره منطقي چلند غوره کړی وو.
حقاني، وويل: «له هند سره شخړې پاکستانيانو ته د دوی د هېواد کمروزتيا ور په يادوي او دوی پوځ ته د يوې داسې مرجع يا نهاد په توګه مخ وګرځوي چې د دوی هېواد به وژغوري.»
نوموړي زياته کړه: «د ځواک تازه ننداره او د هند په مقابل کې درېدو له جنرال منیر، سره مرسته وکړه چې په هېواد کې دننه خپل مقام تثبيت کړي.»