بنګله ديش: پاکستان دې د جګړې د تیريو له کبله بخښه وغواړي
۱۴۰۴ فروردین ۲۹, جمعهد پنجشنبې په ورځ د بنګله ديش په پلازمينه ډهاکا کې د پاکستان او بنګله ديش لوړ پوړو ديپلوماتيکي چارواکو سره وليدل چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ۱۵ کلن ځنډ وروسته داسې يوه ليدنه کتنه وه.
په دې ليدنه کتنه کې بنګله ديش چارواکو له خپلو پاکستاني سيالانو وغوښتل چې پاکستان دې د هغو تیريو او ظلمونو له کبله بخښه وغواړي چې دغه هېواد د ۱۹۷۱م کال د جګړې په ترڅ کې کړي ول، هغه جګړه د بنګله ديش د جوړېدو باعث شوه.
اړونده موضوع: د هند او پاکستان زوړ رقابت د سویلي اسیا ډیپلوماټیک وضعیت بدلوي
بنګله دیش د بخښنې ترڅنګ د ۴،۵۲ میليارډو ډالرو مالي تاوان غوښتنه هم کړې ده چې د آزادۍ څخه د مخه د پاکستان بهرنيو زیرمو کې د بنګله دیش ونډه، د دولتي مامورينو د تقاعدې پېسې او هغه بهرنۍ مرسته رانغاړي چې د هېواد تر آزادۍ وروسته ناحل پاتې شوې دي.
د بنګله ديش د بهرنیو چارو وزارت معين جاسم الدين، له خپلې پاکستانۍ سيالې آمنه بلوچ، سره تر ليدنې کتنې وروسته خبريالانو ته وويل: «موږ له پاکستان سره تاريخي نه حل شوي مسئلې و څيړلې چې په هغه کې د ۱۹۷۱م کال د آزادۍ د جګړې په ترڅ کې د ترسره شويو تیريو عامه رسمي بخښه او د ځنډ ښکار مالي ادعاوې شاملې دي.»
اړونده موضوع: پاکستان باید له بنګله دیش څخه د ۱۹۷۱ کال د جګړې له کبله بښنه وغواړي؟
نوموړي وویل: «پاکستان موږ ته دې موضوعاتو ته د رسېدګۍ ډاډ راکړ. د دې موضوعاتو حل کول زموږ د دوه اړخیزو اړیکو د يوه پياوړي تهداب له پاره اړين دي.»
آمنه بلوچ، چې د چهارشنبې په ورځ په يوه رسمي سفر ډهاکې ته رسېدلی وه، د خپل سفر په ترڅ کې یې کومه اعلاميه نه ده خپره کړې.
د ليدنې کتنې په ترڅ کې د بنګله ديش حکومت همدا راز د تر ۳۲۴ زرو څخه ډېرو بندو پاتو پاکستانيانو چې تر ډېره د «بِهاريانو» په نامه پيژندل کيږي، بیرته وطن ته د ستنولو موضوع هم راپورته کړه. دغه کسان تر جګړې وروسته له پنځو لسیزو راهېسې په بنګله ديش کې په مهاجر کمپونو کې پاتې دي.
د بنګله دیش د اټکل پر اساس له پاکستان څخه د بنګله ديش د آزادۍ ۹ میاشتنې جګړه د تقريباً ۳ میلیونو انسانان د مړينې باعث ګرځيدله وه.