بامف: تر ۱۱ زرو ډېر افغانان مکلف دي چې له آلمانه ووځي
۱۴۰۴ تیر ۱۳, جمعهد آلمان د مهاجرت فدرالي ادارې (بامف) ویاند د «آلمان د تحریریه شبکې» رسنیزې ډلې ته ویلي دي چې د روان کال د می میاشتې پر لومړۍ نېټه په مجموع کې په آلمان کې ۱۱زره ۴۲۳ داسې افغانان اوسېدل چې باید دغه هېواد ترک کړي.
د دغې ادارې په خبره، له دې ډلې څخه ۹۶۰۲ کسانو ېې د «دولدونګ» تحملي پاڼې لري او ۱۸۲۱ نور ېې له دې پرته دي.
دولدونګ څه دی؟
د آلمان د اقامت قانون د ۶۰مې مادې پر اساس، دولدونګ یا د تحمل پاڼه، د «موقتی اخراج د ځنډولو» په معنی ده. دولدونګ هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي چې لا ېې قبولي نه وي اخیستي.
دولدونګ لرونکي پناه غوښتونکي په اصل کې باید آلمان ترک کړي، خو د یو لړ دلایلو پر اساس ېې اخراج نه اجرا کيږي. که د دغې پاڼې درلودونکو افرادو اخراج په فوري توګه او یا په لنډ وخت کې ترسره هم نشي، د اصولو له مخې له آلمان څخه د وتلو مکلفیت ېې بیا هم پر خپل ځای پاته وي.
نور ولولۍ:يو ډله له خطر سره مخامخ افغانان د آلمان د بهرنيو چارو پر وزارت عريضه کوي
د آلمان حکومت په دې هڅه کې دی چې هغه افغان مهاجر چې د جرم مرتک ګرځېدلي، اخراج کړي. دا چې د دغو نژدې ۱۱نیم زره افغانانو په ډله کې چې له آلمانه وتلو ته مکلف دي، په څه شمېر کې ېې د جرمونو مرتکب ګرځيدلي او یا د امنيتي لحاظه خطرناک ارزول شوي، د آلمان د مهاجرت ادارې ویاند ېې په هکله معلومات نه دي ورکړي.
له طالبانو سره مخامخ خبرې
د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، په دې لټه کې دی چې د دغو افغانانو د اخراج له پاره د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
دوبرینت «فوکوس» مجلې ته ويلي دي: «زما انګېرنه دا ده چې له افغانستان سره مستقیمو توافقاتو ته ورسېږو تر څو [د دغو مهاجرو] اخراج ممکن کړو.»
خو د آلمان د کورنیو چارو وزیر نیوکه کړې ده چې په اوس وخت کې طالبانو سره تماسونه د دریم ګرې مرجع له لارې کيږي چې دا باید تغییر شي.
نور ولولۍ: دوبرینت غواړي د افغانانو د اخراج په اړه له طالبانو سره مستقیمې خبري وکړي
مخالفتونه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه یوازې د روسیې له خوا په رسمیت پېژندل شوی. دغه حکومت له بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو په دلیل د نړېوالې ټولنې تر شدیدو نیوکو لاندي دی.
د آلمان د سوسیال دموکراټ او زرغون ګوندونو استازي چې له طالبانو سره د همکارۍ مخالف دي، د کورنیو چارو وزیر پر دغې طرحه ېې نیوکه کړې ده.
افغانستان د نړۍ یو د تر ټولو فقیرو هېوادونو له ډلې دی چې څو پر له پسې لسیزې جګړې او شخړې ېې تجربه کړي دي.
نور ولولۍ: آلمانۍ چارواکې د منلو د ژمنو لرونکو افغانانو د انتقال غوښتنه کوي
دغه هېواد چې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتي راهیسې پرې طالبان حاکم دي، له مختلفو بحرانونو سره مخ دی.