د آلمان د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل او منځني ختيځ ته سفر کوي
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیر، یوهان واده فول، نن پنجشنبه (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۳۱م) اسرائیل او منځني ختيځ ته یو دوه ورځني سفر کوي. د آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې، واده فول به په تل ابیب کې له خپل اسرائيلي سیال، ګیدون سعار سره وويني.
په بیت المقدس او رام الله کې کتنې
واده فول به د جمعې په ورځ به په بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازو او په رام الله کې د فلسطین خودمختاره ادارې له استازو سره وګوري. دغه خبرې اترې به په غزه کې پر بشري وضعیت، د جګړې پای او د اسرائیلي یرغملانو پر ازادولو متمرکزې وي.
پر اسرائیل فشارونه
د آلمان حکومت له فرانسې سره په همغږۍ په وروستيو کې پر اسرائیل په غزې تړانګه کې ملکي اوسیدونکو ته د مرستو رسولو په تړاو خپل فشارونه زیات کړي دي. آلمان دغه راز ويلي دي چې د آلمان پوځ یا بوندیس ویر، له دوو باروړنکو الوتکو سره، غزې ته د هوايي مرستو د لېږد په بهېر کې ګډون کوي.
د امریکايي رسنیو د رپوټ پر اساس، تمه ده چې د منځني ختيځ له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، ستیف ویتکاف، هم نن اسرائيل ته سفر وکړي.
دوو امریکايي رسنیو د یوه امریکايي چارواکي له قوله ويلي دي چې ویتکاف به د پنجشنبې په ورځ اسرائيل ته ولاړ شي.
تر دې مخکې اکسیوس په خپل رپوټ کې ویلي و چې تمه ده ویتکاف به د چهارشنبې په ورځ اسرائیل ته سفر وکړي.