آستراليا: د مک براېد د بند مودې را کمولو عريضه نه ده منل شوې
۱۴۰۴ خرداد ۷, چهارشنبهآستراليايي پوځي وکيل ديود مک براېد، چې هغه محرم اسناد یې له رسنیو سره شريک کړي ول چې په افغانستان کې یې د آستراليايي عسکرو احتمالي جرمونه افشا کول، د چهارشنبې په ورځ يې د بند سزا د راکمولو غوښتنه رد شوه.
د آستراليا د پلازمينې محکمې د مک براېد، هغه غوښتنه رد کړه چې نوموړي د خپل ۵ کلونو او ۸ میاشتو بند سزا د را کمولو له پاره وړاندې کړې وه. هغه يو کال تر مخه په دې سزا محکوم شوی وو.
د مک براېد وکيلانو په دې اړه څه ویلي دي؟
مک براېد، چې يو پخوانی پوځي وکیل دی، د خپلو وکيلانو له لارې یې ویلي دي چې آستراليايان به د محکمې پر دې پريکړه په غوسه وي.
د نوموړي وکيل وویل چې دا پريکړه به په ستره محکمه کې وننګوي. د وکيلانو په اعلامیه کې راغلي دي: «د يوه جرم رسوا کول جرم نه شي کيدلای. دا غير قانوني نه شي کيدلی چې سړی رښتيا ووايي.»
اړونده موضوع: ځانګړی څاروال په افغانستان کې د آسترالیایي عسکرو احتمالي جنګي جرمونه څیړي
د مک براېد غوښتنه څه وه؟
د بند سزا د مودې راکمولو ترڅنګ د نوموړي عريضه پر دې دليل هم متمرکزې وه چې د اسنادو خپرولو عمل یې د عامه ګټو د ساتنې په موخه له دندې سره سمون درلود.
مک برايد، د وکيلانو په اعلاميه کې ويلي: «دا زما خپل وجدان او د آستراليا خلک دي چې ورته بايد ځواب ورکړم. ما د آستراليا خلکو ته خپل قسم پرځای کړی دی.»
اړونده موضوع: سميت: په افغانستان کې د خپلو کړنو له کبله بخښنه نه غواړم
مک براېد، غوښتل استدلال وکړي چې دا دنده یې له هغه قسم څخه سرچینه اخلي چې په پوځ کې د شاملېدو پر وخت یې د فقېدې ملکې الیزابت دويمې سره کړی وو.
تېر کال مک براېد، د دريو تورونو له وجې چې د محرمو اسنادو غلا کول او بيا له رسنيو سره د شريکولو تورونه هم پکې شامل ول، په جزا محکوم شو.
نوموړې د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهېسې د کانبرا په يوه زندان کې دی. د استيناف دا غوښتنه یې په مارچ میاشت کې واورېدل شوه.
د بشري حقونو ډلې د محکمې پريکړه غير عادلانه بولي
د بشري حقونو فعالانو پر څارنوالۍ نيوکه کړې او ویلي یې دي چې مک براېد، هغه یوازنی کس دی چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶م کالونو ترمنځ موده کې په افغانستان کې د آستراليا د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو په تور زنداني شوی دی.
د بشري حقونو د قانون مرکز (HRLC) د محکمې لوري د مک براېد، د جزا د راکمولو د غوښتنې پر ردولو حيرانتيا څرګنده کړې.
د آستراليا «ای بي سی» شبکې د ايچ آر ال سي مرستيال حقوقي مشر کیران پيندر، له قوله ویلي: «دا يوه ډېره اوږده جزا ده، په ځانګړي توګه هغه وخت کله چې د ورته قضيو سره پرتله شي. نو له دې کبله زه د جزا د نه راکمولو په برخه کې د محکمې پر پريکړه حیران یم.»