آستراليا؛ په نيو ساوت ویلز کې شديد سېلابونه
د آستراليا د نيو ساوت ویلز ايالت د څو ورځو تر اورښتونو وروسته د داسې سېلابونو شاهد دی چې په يوه پيړۍ کې یې ساري نه درلوده. د ډېرو کليو لارې قطع شوي او د ژغورنې عمله د کښتيو او څرخي الوتکې په مرسته خلکو ته ځانونه رسوي.
په سېلاب ځپلو سيمو کې بيړني ماموريتونه
د آسترالیا په ختیځ کې د څو ورځو تر اورښتونو وروسته سیلابونه راغلي. ډېرو کليو ته غځېدلې لارې قطع شوي او په زرګونو کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې تر اوسه یې له اوبو شپږ جسدونه را ایستلي دي.
په نيو ساوت ویلز کې د پيړۍ سېلاب
په نيو ساوت ويلز کې يو څو ناحیې چې د سيډني شمال ختيځ ۴۰۰ کيلومترۍ کې پرتې دي، له دې ناورين څخه سختې اغیزمنې شوي دي. د آستراليا د هوا پيژندنې خدماتو ویلي دي چې په ځينو سيمو کې په دريو ورځو کې د شپږو میاشتو په اندازه باران شوی دی. دا په سيمه کې په دې وروستيو کلونو کې تر ټولو ناوړه سېلاب دی.
د هوا له لارې تخليه
د ژغور د عملې کارکوونکي د هغو خلکو د ژغورنې له پاره چې د کورونو پر بامونو او يا پلونو يې پناه اخیستې ده، له څرخي الوتکو څخه کار اخلي. د نيو ساوت ویلز د طبيعي پېښو د مديريت وزير جيهاد ديب، په ۲۴ ساعتونو کې د څو دې ډول عملياتو څخه خبر ورکړی دی.
سړکونو اوبو لاندې کړي
څه نا څه ۲۵ زره کسانو د کښتیو، هيلي کوپترونو او په سونو ډرونو سره په دې عملياتو کې ګډون کړی دی. دا چې سړکونه اوبو لاندې کړي دي، نو د ژغورنې عمليات لا پسې خطرناک شوي دي. ځينو موټر چلوونکو چې له اوبو په ډکو سړکونو باندې بند پاتې دي د خپلو موټرو پر چتونو پورته شوي.
د نورو اورښتونو خبرداری
چارواکو خبرداری ورکړی دی چې نور بارانونه به هم وشي. د نيو ساوت ویلز ایالت لومړي وزير کريستوفر مینس، له تر ۵۰ زرو ډېرو کسانو غوښتي دي چې د تخلیې له پاره چمتووالی ونيسي څو په سيلاب کې بند پاتې نه شي. هغه ویلي: «موږ له نورو بدو خبرونو سره مخامخ يو.»
وحشتناک شراېط
د آستراليا لومړي وزير انتوني البانیز، د نیو ساوت ويلز ایالت له لومړي وزير سره په کډه له سېلاب ځپلو سيمو څخه ليدنه وکړه او له «وحشتناکو شراېطو» څخه یې خبره وکړه. هغه وويل چې د استراليا دفاعي ځواکونه د مرستې له پاره چمتو کیږي او د بيارغونې له پاره ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده.
په نيو ساوت ویلز کې بيړنی حالت اعلان شوی
په پورت مکواير سيمه کې د ژغورنې عملې کارکوونکي له موتوري کښتيو څخه په کار اخیستو له خلکو سره مرسته کوي. سيمه ایز حکومت بیړنی حالت اعلان کړی دی، څو د محافظت او بيا رغونې د هلو ځلو له پاره بودجه چمتو کړل شي. په لسونو زره کسان چې له نورې نړۍ سره یې تماس پرې شوی دی، د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخامخ دي.
«بدترين وضعيت تر اوسه لا پای ته نه دی رسیدلی»
په ځينو سيمو کې څومره چې سترګې کار کوي، اوبه ليدل کيږي. د آستراليا د طبيعي پېښو د مديريت وزیرې کريستي مک باين، خبرداری ورکړ: «تر اوسه لا بدترين وضعيت پای ته نه دی رسېدلی.» په شمالي ساحلي سيمه کې څو سيندونه ډک شوي دي او ځيني ځایونه به په راتلوکو ورځو کې هم تر اوبو لاندې وي.