ناورينآسیا
ایران: په زلزله کي لږترلږه درې کسان مړه او ۸۰۰ ټپیان دي
۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبهاعلان
د ترکیې سره پروت د غربي اذربایجان دغه ولایت والي، محمد صدیق متمدین د درو تنو مړه کیدو او ۸۱۶ کسانو د ټپي کیدو څخه خبره کړې ده. د ایران داخله وزیر، احمد واحدي سمدلاسه د خوی ولایت ته سفر کړی دی، تر څو حالت له نژدې وگوري او مرستي تنظیم کړي.
اندونیزیا کې زلزله؛ د مړو شمیر ۲۶۸ ته لوړ شوی
د ایران په دغه سیمه کي اکثرأ زلزلې رامنځته کیږي. د همدې جنورۍ میاشتي پر ۱۸ مه هم د خوی ښار سره نژدې یوه زلزله کي په سلهاوو کسان زخمیان سوي ول.
په ایران کي تر ټولو ډیره وژونکې زلزله په ۱۹۹۰ م کال کي په ۷،۴ درجې شدت سره رامنځته سوې وه، چي پکښي ۴۰ زره انسانان مړه او تقریبأ درې لکه نور ټپیان سوي ول. د یادې زلزلې په نتیجه کې شاوخوا نیم ملیون انسانانو خپل کورونه له لاسه ورکړل.