د تاجيکستان له يوه زندانه د تېښتې هڅه؛ ۵ بنديان وژل شوي
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سهشنبهد تاجیکستان د قانون د پلي کوونکې ادارې يوه چارواکي وويل چې دغه حمله د وحدت ښار په زندان کې له زندانه د تېښتې په مقصد شوې او وژل شوي کسان د «اسلامي دولتی» په نوم ډلې چې په داعش هم پېژندل کيږي، غړي دي. وحدت ښار د پلازمېنې دوشنبې شرق لور ته په ۲۰ کيلومترۍ کې پروت دی.
د تاجیکستان عدليې وزارت ويلي چې حمله کونکو په کورونو کې له جوړو چاقوګانو استفاده کړې او موخه ېې دا وه چې د زندان ساتونکي ووژني او وتښتي.
د سیمې په هکله نور ولولئ: ملگرو ملتونو له تاجيکستانه غوښتي چي د افغان مهاجرو اخراج ودروي
وزارت زیاتوي: «د حملې په نتيجه کې د زندان درې کارکوونکي شدید ټپيان شوي دي.» خو وزارت ويلي چې د ټپيان روغتیايي حالت د اندېښنې نه دی.
د تاجیکستان امنیتي آژانس هم تائيد کړې چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه پنځه بندیان وژل شوي او د زندان درې کارکوونکي ټپيان دي.
یوې سرچېنې د نوم د نه ښودلو په شرط رويټرز ته وویل چې د ټپيانو په ډله کې د زندان مشر هم شامل دی، چې د شدیدو ټپونو له کبله روغتون ته رسول شوی دی.
پر تلیګرام شبکه د وژل شوو بندیانو ناتائيد شوې ويډيوګانې خپرې شوې. لږ تر لږه یوه بندي ښودل کيږي چې د داعش ډلې بیرغ لرونکې خولۍ ېې پر سر ده.
د سیمې په هکله نور ولولئ: د تاجيکستان او افغانستان سره په سرحد کې پر چینایانو برید شوی
سيمه ایز شنونکي، اندري سيرنیکو، وویل چې د داعش پلویانو له زندانه د تېښتې په مقصد حمله پیل کړه او د لنډې شیبې له پاره ېې پر زندان د دغې شبکې بیرغ پورته کړ. رويټرز دغه ادعا په خپلواکه توګه نه تائيدوي او تر دا مهاله د پېښې مسئولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی.
د تاجیکستان څارنوالۍ رويټرز ته وویل چې د پېښې په تړاو ېې تحقیقات پیل کړي دي.
په ۲۰۱۸ کال کې د تاجیکستان په زندانونو کې ۲۱ بندیان وژل شوي ول او ۲ ساتونکي ټپیان شوي ول. د ۲۰۱۹ په می میاشت کې د تاجیکستان په یوه زندان کې ۲۹ بندیان او ۳ ساتونکي ووژل شول. تاجیک چارواکو هغه وخت ویلي و چې شورش د یوې سخت دريځې شبکې غړو جوړ کړی و چې بیا وروسته ېې مسئولیت داعش په غاړه واخیست.
له آرشیف څخه د تاجیکستاني پلو په هکله یو انځوریز البوم (02.07.2018):