هند: د درملو په فابريکه کې چاودنې د ۳۵ کسانو ژوند اخیستی
۱۴۰۴ تیر ۹, دوشنبههندي چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جون ۳۰) په جنوبي ایالت تیلانګانا کې د درملو جوړولو په يوه فابریکه کې چاودنې او اورلګېدو مرګ ژوبله اړولې ده.
د هند د تلنګانا ایالت د سياريدي سيمې د پوليسو د مشر په حواله تر اوسه د پېښې له ځای څخه ۳۱ جسدونه را ايستل شوي دي. خو چارواکو تائيد کړې ده چې په پېښه کې لږ تر لږه ۳۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر دې د مخه د ياد ايالت د اطفاعیې خدماتو مشر ناراين راو، اسوشتيد پريس خبري آژانس ته ويلي ول چې ژغورونکې عملې د ایالتي مرکز حيدر آباد څخه د ۵۰ کیلومترو په واټن کې له پرتې صنعتي سيمې څخه د ۶ کارکوونکو سوځېدلي جسدونه روغتون ته انتقال کړي دي.
اړونده موضوع: د هند په یوه هوټل کي اورلګیدنې د ۱۴ کسانو ژوند واخیست
راو، وويل چې نورو دوو کسانو چې په ټپي حالت کې روغتون ته رسېدلي ول، بيا وروسته ساه ورکړه. نوموړي همدا شان زياته کړې چې د «سيګاچي اندستریز» درملو سوځيدلي توليدځای کې ويجاړۍ لیرې کړل شوي څو وکتل شي نور کارکوونکي خو به بند پاتې نه وي.
راو، وويل: «پېښه د شرکت د سپرې وچولو په برخه کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې چېرې چې د درملو د جوړولو له پاره اومه مواد په پودرو د بدلولو له پاره پروسس کيږي.»
هند د درملو د نړيوالو شرکتونو کور دی
په هندکې د درملو د ځينو نړيوالو شرکتونو توليد ځایونه دي چې نړۍ ته د عمومي درملو او واکسينو د تقاضا په پوره کولو کې حياتي نقش لري.
په ارزانه بيه او لوړ کيفيت درملو جوړولو وړتيا دغه هېواد د درملو د سترو شرکتونو په پاخه سنګر باندې بدل کړی دی. خو په دې شرکتونو کې صنعتي حادثات په ځانګړي توګه په کيمياوي رياکتورونو کې یې، هم ډېر عام دي. او دې ته اړتيا ليدل کيږي چې چارواکي د عمومي روغتيا له پاره په دومره مهم سيکتور کې د محافظت او د څار کلک مقررات عملي کړي.
د سيګاچي اندستريز لميټد شرکت د انترنت پاڼې په حواله دا يو هندی شرکت دی چې د هند په بېلا بېلو برخو کې پنځه توليد ځايونه لري او په امريکا متحده ايالاتو او عربي اماراتو کې هم فرعي شرکتونه لري.