بلوچستان کې برمته: عمليات پای ته رسېدلي، ۲۵ کسان وژل شوي
۱۴۰۳ اسفند ۲۳, پنجشنبهپاکستاني چارواکو ويلي دي چې د ۲۴ ساعتونو عملياتو په ترڅ کې د بلوچ بيلتون غوښتونکو له لوري پر برمته شوي اورګاډي جعفر ايکسپريس باندې د بريدګرو ولکه ختمه شوې ده.
امنيتي چارواکو ويلي دي چې دوی د ريلګاډي ۳۴۰ مسافر په هغه عملياتو کې چې د چهارشنبې د شپې ناوخته پای ته ورسېدل، آزاد کړي دي. د بلوچستان په غرنۍ سيمه کې د ریلګاډي يوه پټلۍ د بيلتون غوښتونکو له لوري الوزول شوې وه او پر هغه اورګاډي یې بريد کړی وو چې کابو ۴۵۰ مسافر پکې سپاره ول.
اړونده موضوع: بلوچستان: پر ریل په برید کې ډېر کسان وژل شوي او د نورو د ژغورنې عملیات روان دي
د چارواکو په حواله په ورته وخت کې د لږ تر لږه ۲۵ کسانو جسدونه هم چې ۲۱ برمته شوي هم پکې شامل دي، د مچ ښارګوټي ته رسېدلي دي.
خو د دې وژل شويو کسانو په اړه هیڅ جزيات نه دي ورکړل شوي.
د وژل شويو کسانو د شمیر په اړه معلومات مختلف دي. پوځ د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې د «۲۱ بې ګناه يرغمل شويو» او د ژغورنې د عملياتو په ترڅ کې د ۴ عسکرو د وژل کیدو خبره کوي.
د پاکستان د اورګاډي ادارې يوه چارواکي هم وويل چې د پنجشنبې په سهار مچ ښارګوټي ته د پېښې له ځای څخه ۲۵ جسدونه رسېدلي دي.
دې چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «وژل ۱۹ کسان د پوځي مسافرو په توګه پيژندل شوي چې همدا شان يو پوليس او يو د اورګاډي د ادارې چارواکی هم پکې شامل دي. څلور نور جسدونه لا نه دي پيژندل شوي.»
يوه سيمه ایز پوځي چارواکي چې د دې عملياتو څارنه یې کوله، هم دغه جزيات تائيد کړل. بلوچ بيلتون غوښتونکو هم ادعا کړې وه چې په ريلګاډي کې سپاره هغه پوځيان یې وژلي دي چې د رخصتيو تیرولو له پاره خپلو کورونو ته پر لاره ول.
اړونده موضوع: پاکستان: په بلوچستان کې درې سندي سلمانان وژل شوي دي
يوه پوځي چارواکي چې هغه هم د فرانسې له خبري آژانس سره د نوم نه بربنډولو په شرط خبرې کولې، لومړی د وژل شويو پوځيانو شمير ۲۸ ياد کړی وو چې ۲۷ یې هغه برمته شوي پوځيان ول چې رخصتۍ ته تللي ول.
يوې امنيتي سرچينې رويترز خبري آژانس ته وويل چې د بريد پر وخت په ريلګاډي کې ۴۲۵ کسان سپاره ول. پر اورګاډي تر کنترول وروسته بلوچ بيلتون غوښتونکو د مسافرو شناختي کارتونه پلټل. سرچينې وويل: «هغوی په پوځيانو او د امنيتي ځواک په غړیو پسې لټه کوله.» دغه امنيتي چارواکي وويل چې ۱۱ کسان چې د نيمه مليشې غړي هم پکې شامل دي، وژل شوي.
امنيتي سرچيني وايي چې د بريدګرو پر وړاندې عملياتو کې د «بي ال ای» ۳۰ جنګيالي وژل شوي دي خو دغه ډلې همدا تېره ورځ دا خبر رد کړی وو. په دې منځ کې ۵۰ برمته شوي کسان هم کویټه ښار ته رسېدلي دي.
عيني شاهدان څه وايي؟
هغه مسافر چې له برمته کوونکو څخه په تېښته بريالي شوي ول او په غرونو کې تر څو ساعته مزل وروسته خوندي ځایونه ته رسيدلي ول، وايي چې وسله والو يو شمیر کسان په ډزو ووژل.
محمد نويد، چې په تېښته بريالی شوی وو، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «دوی موږ ته وويل چې يو يو له ريلګاډي کښته شو. دوی ښځې جلا کړې او هغوی ته یې وويل چې ولاړې شي. د پاخه عمر کسان یې هم پرېښودل.»
نوموړي زياته کړې: «دوی موږ ته وويل چې که بهر را ووځئ، زيانمن به نه شئ. خو کله چې شا او خوا ۱۸۵ کسان له رېلګاډي کښته شول، دوی پکې ځيني کسان غوره کړل او هغه یې وويشتل.»
اړونده موضوع: پاکستان: بلوچ بیلتون غوښتونکو د مسافرو د وژنې پړه منلې
يوه ۳۸ کلن مسيحي کارګر بابر مسیح، د چهار شنبې په ورځ وويل چې ده او کورنۍ تر څو ساعتونو پلي تګ وروسته يوه بل ريلګاډي ته ځانونه ورسول.
نوموړي وويل: «زموږ ښځو هغوی [برمته کوونکو] ته غذر او زاري وکړه او هغوی موږ پرېښودو.»
مسيح، زياته کړه: «دوی موږ ته وويل چې راکښته شئ او بيرته تر شا ونه ګورئ. کله چې موږ منډه کړه ومې ليدل چې ډېری نور هم له موږ سره مل دي.»
انتظار کیږي چې د وژل شويو د جنازې مراسم به نن، پنجشنبه ترسره شي او د یوه چارواکي په حواله ښايي د هېواد لومړی وزير شهباز شريف، هم بلوچستان ته سفر وکړي.
په بلوچستان ایالت کې چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، له اوږدې مودې راهېسې شورش روان دی. خو د پاکستان د امنيتي مطالعاتو او څېړنې د خپلواک مرکز په حواله دا ایالت له ۲۰۲۳م کال راهېسې د تاوتریخوالي د ډېريدو شاهد دی.