ناورينشمالی امریکا
چیلي: د ځنگلونو په اورونو کي لږترلږه ۱۳ کسان مړه سوي
۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبهاعلان
د چیلي د اضطراري حالت کمیټې پرون جمعه خبر ورکړی دی، چي یوازي د سانتا جوانا د منطقې په شاوخوا کي ۱۱ انسانان مړه سوي دي. سربیره پر دې د اورونو د وژلو پر وخت د یوه هيلیکوپتر د لویدو پروخت هم د هغه دوه کسه عمله وژل سوي دي.
د رسمي ارقامو پر اساس حداقل ۲۰۰ اورونه لگیدلي دي، چي ۵۰ یې پرون جمعه لا تر کنټرول لاندي نه وه راغلي. د چهارشنبه راهیسي ۴۷۰۰۰ هکټاره مځکه او تر سلو کورونو اضافه د اور په لمبو کي سوځلي دي. تر دغو پيښو وروسته حکومت په هغو منطقو کي چي د اورلگیدني د سخت آفت سره مخامخ دي، اضطراري حالت اعلان کړی دی.
د دغي گرمي څپې په نتیجه کي په تیرو ورځو کي حرارت د سانتي گراد ۴۰ درجو ته پورته سوی دی، چي دا بیا پخپل نوبت سره د اور وژني کار هم سختوي.